د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې د کورونا وایرس پېښې ولې په کمېدو دي؟


پاکستان يو ډاکټر د کورونا ناروغ کتنه کوي. (ارشيف)
پاکستان يو ډاکټر د کورونا ناروغ کتنه کوي. (ارشيف)

پراګ- د پېښور حیات اباد میډیکل کمپلېکس د کورونا وایرس ناروغانو د درملنې څانګې یو کارکوونکي محمد نوید خان د اګست پر څلورمه مشال راډیو ته وویل په دغه روغتون کې د کورونا وایرس د ناروغانو لپاره څلور وارډونه ځانګړي شوي دي.

نوموړی چې پخپله په لومړني وارډ کې کار کوي وايي چې هلته په تېرو دریو میاشتو کې د ناروغانو د ګڼې ګوڼې له کبله ځای نه و. د هغه په وينا تر ۳۰ پورې ناروغان په لومړني وارډ کې بستر ول او اوس له اختره وړاندې په جولای کې د کورونا وایرس د ناروغانو شمېره ۱۶ ته ټېټه شوې ده.

نوید خان وایي، په نورو وارډونو کې هم د کورونا ناروغانو شمېره نیم په نیمه کمه شوې ده.

د پېښور حیات اباد میډیکل کمپلېکس د خیبر پښتونخوا په هغو روغتونونو کې یو دی چې د روان ۲۰۲۰ز کال د مارچ میاشتې راهیسې پکې د کورونا وایرس تر ټولو زیات ناروغان بستر شوي ول.

د دغه روغتون یو ډاکټر وسیم مروت د اګست پر څلورمه مشال راډیو ته وویل په پاکستان او خیبر پښتونخوا کې اوس د ټېسټونو شرح هم کمه شوې ده.

"وړاندې که موږ په صوبه کې د ورځې یو زر ټېسټونه کول نو اوس ۲۰۰ هم نه کېږي، نو چې کله ټېسټونه کم وي، د کورونا وایرس مثبتې پېښې به هم کمې رپورټ کېږي."

ده دا هم وویل، حکومت چې د ټولبند په نوم کوم محدودیتونه ولګول له هغې سره هم د خلکو تګ راتګ کم شو. د ده په وينا بله مهمه خبره دا ده چې دلته د خلکو دفاعي نظام پياوړی شوی دی.

"خلک له جراثیمو سره زیات بلد دي، دا ځکه چې ډېرو خلکو کورونا تېره کړه خو پته هم ورته ونه لګېده."

بلخوا سوات د خیبر پښتونخوا یو په هغو ضلعو کې دی چې د کورونا وایرس زیات کېسونه پکې رپورټ شوي دي.

د سوات د سېدو شريف د سرکاري روغتون ویاند ډاکټر محمد خان د اګست پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، په دغه روغتون کې دا وخت د کورونا وایرس اته ناروغان بستر دي.

د نوموړي په وينا وړاندې به له دوی سره تر ۱۱۰ پورې د کورونا وایرس ناروغان د جدي درملنې څانګه کې موجود ول خو د جولای وروستیو دوو اونیو راهیسې دا شمېره ډېره ټيټه شوې ده.

هغه زیاته کړه، له پاکستان سره د جنوبي اسیا په نورو هېوادونو سريلنکا، بنګلادېش نېپال او افغانستان کې هم د کورونا وایرس کېسونه کم شوي دي.

ډاکټر محمد خان زياتوي، وړاندې داسې وېره وه چې په جولای او اګست کې به په پاکستان کې د ورځې تر ۱۵۰۰۰ پورې کسان له دغه وایرس متاثره کېږي او دومره به مرګونه وي خو اوس حالات ډېر ښه شوي دي.

د جولای پر ۲۷مه د پاکستان وزیراعظم عمران خان ولس ته په خپله وینا کې وویل، خوشاله دی چې په هېواد کې یې د کورونا وایرس پېښې په کمېدو دي.

د خیبر پښتونخوا د روغتيا څانګې مرستیالې مشرې ډاکټر شاهین اپرېدۍ د اګست پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، دا خبره سمه ده چې په صوبه کې د کورونا وایرس پېښې کمې شوي دي خو په دې اړه لا پوره معلومات نه شي ورکولای.

"د موسم بدلون د کورونا وایرس د کمېدو وجه نه ښکاري. موږ لګیا یو په دې اړه معلومات او څېړنې کوو چې دا څه وجه ده خو زه لا دا وخت په دې اړه پوره معلومات نه شم ورکولای."

د پاکستان روغتيا د سرکاري وېبپاڼې ترمخه د جون پر ۱۱مه په پاکستان کې د کورونا وایرس ۵،۸۳۴ پېښې رامنځ ته شوي وې، او په دغه ورځ ۱۰۱ کسان مړه شوي ول. بلخوا د جولای پر ۱۴ د کورونا وایرس پېښو شمېر ۱،۹۷۹ته ټیټ شو، او په دغه ورځ تر ۵۰ پورې کسان ورڅخه مړه شوي ول.

د اګست تر څلورمې په پاکستان کې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۲۸۰،۵۳۲ ته رسېدلی دی. بلخوا له دې وايرسه تر دې دمه ټولټال ۶،۰۰۲ کسان مړه شوي خو څه باندې ۲۴۹،۵۰۰ کسان بېرته ورڅخه رغېدلي هم دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG