د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د سختو اورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شوی


په ۲۰۱۰ز کال کې سېلابونو د نوښار په ګډون یو شمېر ښارونه ځپلي ول
په ۲۰۱۰ز کال کې سېلابونو د نوښار په ګډون یو شمېر ښارونه ځپلي ول

د پاکستان موسمياتو ادارې پر اووم او اتم اګست د بلوچستان د دريو ضلعو لپاره د سختو اورښتونو او سېلابونو خبردارې ورکړی دی.

د بلوچستان د موسمیاتو څانګې يو چارواکي حاجي اسلام د اګست پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې د پشکال بارانونو د روانې لړۍ پر مهال يې د راتلونکې جمعې او خالي په ورځ (د اګست اوومه او تمه) د جل مګسي، نصير اباد او د خضدار ضلعو د غرييزو سیمو لپاره د سختو بارانونو او سېلابونو خبر داری جاري کړی دی.

د حاجي اسلام په خبره دوی اټکل کوي چې د نورو کلونو پرتله به سږ کال په یادو ضلعو کې له ۲۰ څخه تر ۴۰ ملي ميټرو پورې باران کېږي چې له کبله به یې سېلابونه هم راځي.

نوموړي زياته کړه چې دا خبرداری یې له د قدرتي افتونو د نظم له صوبايي ادارې سره هم شریک کړی دی.

په پاکستان د بښکال بارانونو پر مهال په ځېنو سيمو کې وخت ناوخته سېلابونه راځي چې ځاني او مالي زيانونه اړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG