د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې له کورونا وايرسه ۵،۹۹۷ کسان مړه شوي


پاکستان کې روغتياپالان له روغتونه د کورونا له کبله ساه ورکوونکي کس مړی راباسي (ارشيف)
پاکستان کې روغتياپالان له روغتونه د کورونا له کبله ساه ورکوونکي کس مړی راباسي (ارشيف)

په پاکستان کې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۲۸۰،۴۶۱ ته رسېدلی دی. بلخوا د اګست تر څلورمې له دې وايرسه ۵،۹۹۷ کسان مړه شوي خو شاوخوا ۲۴۹،۴۰۰ کسان بېرته ورڅخه رغېدلي هم دي.

حکومت وايي، د جون پرتله، په جولای او اګست کې په پاکستان کې د کورونا وایرس پېښې په کمېدو دي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په يو شمېر سيمو کې محدود ټولبند لا هم دوام لري.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې څرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی. د امريکا د جانز هاپکېنز پوهنتون له خپرو شويو معلوماتو سره سم د اګست تر څلورمې په نړۍ کې تر يو کروړ ۸۳ لکه زيات کسان په دې وايرس اخته شوي چې تر شپږ لکه ۹۴ زره زيات کسان ورڅخه مړه شوي او څه باندې يو کروړ ۱۵ لکه بېرته ورڅخه رغېدلي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG