د لاسرسي ځای

تازه خبر

بریتانیا د ټولبند نرمولو پرېکړه وځنډوله


د برتانیې وزیراعظم بورس جانسن
د برتانیې وزیراعظم بورس جانسن

د برتانيا وزيراعظم بورس جانسن د جولای پر ۳۱مه د کورونا وايرس وبا له وجې په ټولبند کې د نرمي لپاره پلان شویو ځينې ګامونوعملي کول ځنډولي دي.

نوموړي دا پرېکړه د جولای پر ۳۱مه څو ساعته مخکې په داسې حال کې وکړه چې په بريتانيا کې په ټولبند کې نرمي راوستل ټاکل شوي وو.

د ده په خبره په هېواد کې تر مې مياشتې وروسته د کورونا وايرس زیات مثبت کېسونه راروان دي.

حکومت مخکې پلان لرلو چې د اګست تر درېیمې پورې د ځینو تفريحي ځايونه د بېرته پرانېستلو اجازت ورکړي. خو اوس یې نه کوي.

بلخوا په محدود شمېر کې لوبغالو یا سپورټس سټيډیمو ته د لوبو مینه والو پریښودلو په اړه حتمي پرېکړه لا نه ده شوی.

بريتانيا په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې کورونا وايرس تر ټولو زیات ځپلی دي.

رسمي شمېرې ښيي چې په هغه هېواد کې شاوخوا درې ۳۰۴،۰۰۰ کسان پر کورونا وايرس اخته شوي او تر ۴۶،۰۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.

دا د امريکا او برازيل وروسته د کورونا وايرس له وجې د مړیو شویو تر ټولو زياته شمېره ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG