د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیګار: د جهاني وبا له وجې میلیونه افغانان د بېوزلۍ ښکار کېدای شي


د وبا مخنیوي لپاره په لویو ښارونو کې تر ټولبند وروسته محدودیتونه دوام لري
د وبا مخنیوي لپاره په لویو ښارونو کې تر ټولبند وروسته محدودیتونه دوام لري

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) ویلي دي چې د کورونا وایرس وبا افغانستان له سخت اقتصادي ځوړ سره مخامخ دی.

د جولای پر ۳۰مه، رپورټ خبرداری ورکړی چې د کورونا وایرس وبا د اقتصادي تاوان په خاطر میلیونونه افغانان له لوږې سره مخامخېدای شي.

سیګار دا رپورټ د امریکا کانګرس ته یې وړاندې کړی دی.

په رپورټ کې اټکل شوی چې د افغانستان اقتصادي وده سږکال (۲۰۲۰ز) ۱۰ فیصده ټېټېدای شي چې له کبله یې، د پوهانو په وینا، اته میلیونه نور وګړي د بېوزلۍ ښکار کېدای شي.

د دوی په وینا، له دې اضافې سره ښايي د بېوزلۍ کچ له ۵۵ سلنې څخه ۸۸ فیصده ته لوړ شي.

سیګار وايي، د وبا له امله بېکاري زیاته شوي، د پولو تړلو له وجې د خوړو کمښت او د بیو لوړوالی هغه لوی لاملونه دي چې د افغانانو غذایي مصوونیت (امنیت) ګواښي.

دا رپورټ پر داسې مهال خپور شوی چې په افغانستان کې څه باندې ۳۶،۵۰۰ کسان په کورونا وایرس اخته شوي چې له ډلې یې ۱،۲۷۲ تنه مړه خو د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون په وینا، څه باندې ۲۵،۵۰۰ رغېدلي دي.

حکومت له بېوزلو سره د وچې ډوډۍ او د مرستو پروګرامونه پیل کړي خو عام خلک وايي چې کارونه یې له لاسه ورکړي او له سخت حالت سره مخامخ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG