د افغانستان او سعودي عرب په ګډون د نړۍ په زیاتره هېوادونو کې د جولای پر ۳۱مه لوی اختر لمانځل کېږي.
د شمالي او جنوبي وزیرستانونو په ځینو برخو کې هم د جمعې پر ورځ اختر دی.
خو د پاکستان له حکومتي اعلان سره سم، د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د هېواد په زیاتره برخو کې اختر د اګست پر لومړۍ لمانځل کېږي.
لوی اختر د اسلامي جنترۍ د اخري میاشتې ذوالحجې پر ۱۰مه لمانځل کېږي.
په لوی اختر کې مسلمانان څاروي قربانوي.
دا ځل کوچنی او لوی اختر دواړه پر داسې مهال لمانځل کېږي چې د کورونا وایرس جهاني وبا نړۍ ځپلې.
په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې
همداراز، د جهاني وبا له وجې یوازې په سعودي عرب کې مېشتو خلکو حج وکړ.
دا ځل د تېرو کلونو پرتله خورا کمو خلکو حج کړی او له اټکل سره سم، له ۱،۰۰۰ څخه تر ۱۰،۰۰۰ کسانو په مکې کې د حج مناسک ادا کړي.
له حکومتي ارقامو سره سم، پاکستان کې د کورونا وایرس مثبتو پېښو شمېر ۲۷۶،۲۸۸ او په افغانستان کې ۳۶،۴۷۱ ته رسېدلی دی او د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د وایرس خپراوي مخنیوي لپاره محدودیتونه لا هم موجود دي.
د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون په وینا، د جولای تر ۳۱مې، په نړۍ کې د کورونا وایرس د مثبتو رسمي پېښو شمېر تر ۱۷ میلیونه اوښتی دی.
له کووېډ-۱۹ ناروغۍ څخه په نړۍ کې تر اوسه، ۶۷۳،۸۲۲ کسان مړه شوي خو تر ۱۰ لاکه زیات ورڅخه رغېدلي دي.