د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې په ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۱۰۶۳ نوې پېښې


د کورونا وایرس ټيسټ‌کېږي
د کورونا وایرس ټيسټ‌کېږي

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۱۰۶۳ نوې پېښې ثبت شوې دي.

حکومتي ووبپاڼه وايي، له دې سره د جولای تر ۲۹مې په پاکستان کې د کورونا وایرس د رسمي مثبتو پېښو شمېر ۲۷۶۲۸۷ ته لوړ شوی دی.

کووېډ-۱۹ ناروغۍ په هغه هېواد کې تر اوسه ۵۸۹۲ کسان وژلي خو ورڅخه شاوخوا ۲۴۵۰۰۰ رغېدلي هم دي.

حکومت وايي د جون په پرتله، په جولای کې په پاکستان کې د کورونا وایرس پېښې په کمېدو دي. خو په عین وخت کې چارواکي او روغتیاپالان خبرداری ورکوي چې که په اختر کې خلکو احتیاطي لارښوونې عملي نه کړې نو د کووېډ-۱۹ ناروغانو شمېر بیا لوړېدای شي.

د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، تر اوسه په نړۍ کې د کورونا وایرس ټولې ۱۶.۷ میلیونه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

خو د پوهنتون په وینا، د نړۍ پر کچ له ناروغۍ تر ۹.۹ میلیونه زیات کسان رغېدلي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG