د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حج محدود مراسم شروع شول


د جولای په ۲۸مه په سعودي عرب کې د حج مراسم په يو لړ محدوديتونو سره پېل شول. په دې مراسمو کې دا ځل د تېر په پرتله کم خلک برخه اخلي.‌

د سعودي عرب رسنيوو مخکې ويلي وو چې د کورونا ویروس د خپرېدو مخنيوي لپاره دا کال یوازې زر کسان د حج په مراسمو کې ګډون کوي. خو بي بي سي د جولای په ۲۹مه ليکلي چې د لسو زرو کسانو د شموليت تمه کېږي.

دا ځل به حاجيان له يو بله ليري ودرېږي. د طواف او نورو مراسمو لپاره هم ځانګړي لارښوونې شوې دي

نور کلونه خوا او شا دوه میلیونه مسلمانان سعودي عرب ته د حج فریضې ادا کولو لپاره تلل.

تر ځانګړو تدابیرو او لارښوونو لاندې کېدونکو، دې کال مراسمو کې ګډونوال اويا فیصده له نورو هېوادونو او دیرش فیصده د سعودي‌وګړي دي.

د سعودي حکومت د لارښوونو ترمخه، حاجيان به د عبادت په وخت له يو بله فاصله ساتي. دوی به طواف او نور مراسم هم د ځانګړې فاصلې په مراعتولو سره کوي.

جان هاپکينز پوهنتون چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د کورونا وایرس شمېرې، خپروي ليکلي چې د جولای تر ۲۹مې پورې په سعوودي عرب کې دوه لکه اويا زره، اته سوه يو ديرش کسان په کورونا وایرس اخته شوي. ۲۷۸۹ ترې مړه شوي‌او دوه لکه پنځه ويشت زره او شپږ سوه څلورویشت کسان ترې روغ شوي دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ کال په دیسمبر مياشت کې د چين په اوهان ښار کې راپېدا او اوس د نړۍ ګڼو هېوادونو ته خپور شوی دی. له دې وجې کاروبارونه او د خلکو سفرونه متاثره شوي. په اکثره ځايونو کې د الوتکو پروازونه ودرېدلي او د ګڼې ګوڼې په جوړولو بنديزونه لګيدلي‌دي. له همدې امله دا ځل په حج کې ډېر خلک نشته.

د پاکستان حکومت د جون په مياشت کې اعلان کړی وو چې هغو خلکو ته خپلې پېسې بېرته ورکوي چې د حج لپاره یې جمع کړي وي.

د حکومت د خپرو کړو شمېرو ترمخه، د حج د سرکاري شمېرو تر مخه سږکال له پاکستانه ۱۷۹،۲۰۱۰ کسانو ځانونه د حج لپاره راجسټر کړي وو چې پکې ۱۰۷،۵۲۶ په سرکاري کوټه او ۷۱،۶۸۴ کسان په شخصي یا پراییوټ توګه سعودي ته د حج ادا کولو لپاره تلل.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG