د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د حج لپاره جمع کړل شوې پیسې بیرته ورکوي 


د حج مراسمو پخوانی عکس
د حج مراسمو پخوانی عکس

پراګ - د پاکستان د مذهبي چارو وزارت اعلان کړی دی چې هغو خلکو ته به خپلې پیسې بیرته ورکوي چې د حج لپاره یې جمع کړې وې.

د دوي په وینا ، دا ګام د سعودي حکومت تر هغه پرېکړه وروسته اخلي چې ګواکې د کورونا وایرس له کبله سږ کال د نورو هېوادونو خلک د حج لپاره نشي ورتلای.

د پاکستان د مذهبي چارو وزارت د جون پر ۲۶مه ویلي چې د جولایي له دویمې نېټې به د حج لپاره د داخل کړل شوو پیسو بیرته ورکړل پیل شي.

د دوي په وینا ، په دې اړه خلکو ته پر موبایل ټلیفون پېغامونه هم ورلېږل شوي دي.

په پېښور کې د فالکن حج او عمره په نوم د سفري یا ټرېولز ایجنسۍ یو کارکونکي بشیر خان د جون پر ۲۷ مه مشال راډیو ته وویل دوی به په راروانه میاشت کې خلکو ته پېسې ورکول پېلوي.

ده وویل ، “ تر اوسه موږ ته هم پېسې نه دي کړل شوې، نو چې څنګه دغه پېسې راشي موږ به یې پخپله د خلکو بنک اکاونټونو ته واپس ورولېږو.”

د ده په وینا ، د سعودي عرب حکومت د پېسو د واپس کولو منظوري ورکړې ده، خو لا موږ ته نه دي راغلې.

ده زیاته کړه چې ، “ له موږ سره د حج داخلې بېلا بېل رېټونه وو، د عام حج داخلې فیس شپږ لکه څلوېښت زره روپۍ وو او د وي ای پي حج د داخلې فیس لس نیم لاکه روپۍ وو."

د چارسدې یو اوسدونکي نعیم خان مشال راډیو ته وویل دوی د سرکاري حج لپاره څلور لاکه اتیا زره روپۍ داخلې کړې وې چې اوس به یې بېرته ترلاسه کوي.

د حج د سرکاري شمېرو تر مخه سږ کال د پاکستان نه ۱۷۹،۲۰۱۰ کسانو ځانونه د حج لپاره راجسټر کړي وو، چې پکې ۱۰۷،۵۲۶ په سرکاري کوټه او ۷۱،۶۸۴ کسان به شخصي یا پراییوټ توګه په سعودي کې حج ادا کولو ته تله.

خو د کورونا وبا له وجې به سږ کال یوازې په سعودي عرب کې مېشت بهرملکیان او د دغه هېواد خپل خلک حج کولای شي.

په اسلام اباد کې یو ټرېول اېجنټ اسد الله یوسفزي د جون پر ۲۷ نېټه مشال راډیو ته وویل دوی به د حج داخلې لا کولې خو د کورونا وایرس له وجې زیاترو شخصي ټرېول اېجنسیو له خلکو درخواستونه وانخستل.

ده وویل ، “ موږ به د حج درخواستونو اخېستل د روژې په میاشت کې پېلول، خو په دغه وخت کې د کورونا مسله پېل شوې وه، او لا مالومات نه وو چې سږ کال به حج وي که نه، نو ځکه مو د حج درخواستونه نه وو اخیستي.”

ده وویل چې د داخلې فیس به شپږ لکه روپۍ اخېستو ، خو د سعودي عرب د حکومت لخوا ورته منظوري ورنکړل شوه.

د تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ غړي شیر اکبر خان د جون پر ۲۷ مه نېټه مشال راډیو ته وویل چې حکومت به خلکو ته د حج داخلې فیس واپس ورکوي.

ده وویل ، “ اوس چې د سعودي عرب حکومت اعلان وکړ چې بهر ملکیانو ته به د حج داخلې اجازت نه وي نو ځکه به اوس زموږ حکومت ټولو رجسټر شوو خلکو ته د حج د داخلې پېسې واپس ورکوي. دا بندیز یوازې پر پاکستان نه بلکې د ټولې اسلامي نړۍ پر خلکو دی.”

د پاکستان حکومت د روان کال په فرورۍ میاشت کې په سرکاري توګه د حج درخواستونه جمع کول پېل کړي وو، او په شخصي توګه د دغو درخواستونو جمع کول په ځینو ټرېول اېجنسو کې سر ته رسیدلې وو او په ځینو کې د کورونا وبا له وجې ځنډېدلې وو.

XS
SM
MD
LG