جرمني د نړۍ اوو ځواکمنو هیوادو "جي- اووه" په ډله کې د روس بیا ورګډولو تجویز رد کړی دی.
روس په ۲۰۱۴ز کال کې له هغه وروسته له دې ډلې و اېستل شوه چې کله يې د کرایمیا سیمه له ځان سره یو ځای کړه او په مشرقي اوکراین کې يې مداخلت وکړ.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مې په میاشت کې په "جي ـ اووه" ډله کې د روس د بیا شاملېدو تجویز ورکړی وو.
د جرمني بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس د جولای پر ۲۷مه له ددو جرمن ورځپاڼو سره په مرکه کې ویلي، د کرایمیا او له اوکراین سره د معاملو هواري بغیر په دې ډله کې د روس د بیا شاملېدو امکان نه ویني.
په دې ډله کې امریکا، کاناډا، جرمني، جاپان، فرانس، بریتانیا او اټالیا شامل دي.