د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ”تحفظ بنياد اسلام قانون” د نورو مشورو لپاره ځنډول شوی دی


د پنجاب اسمبلۍ وداني
د پنجاب اسمبلۍ وداني

د تحفظ بنياد اسلام په نامه قانون د پنجاب اسمبلۍ څخه تر منظورېدو وروسته، دا د ګورنر له خوا د نورو سلامشورو لپاره ځنډول شوی. پر دې قانون ګڼ اعتراضونه شوي دي.

د ګورنر چوهدري محمد سرور د دفتر يو چارواکي چې د موضوع د حساسيت له امله یې نوم خپرول نه غوښتل د جولای په ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې ګورنر به د ديني عالمانو تر نظر اخیستو وروسته دا قانون لاسليکوي. د ایين تر مخه هيڅ قانون تر هغې د عملي‌کېدو وړ نه وي چې د صوبې ګورنر پرې د تاييد لاسليک ونه کړي.

دا قانون د مذهبي ډلو د خوشالولو لپاره جوړ شوی. دا ډلې دومره زور لري چې که په حکومت کې نه هم وي، پر حکومت یې اغېز وي
مهدي حسن

د پنجاب په اسمبلۍ کې د حکمران ګوند، تحريک انصاف غړې اسیه امجد د جولای په ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې پر دې قانون د بشري حقونو د ادارو او شيعه تنظیمونو د تنقيد له امله نور بحث کېږي.

هغې زياته کړه: ((ګورئ پر دې اوس کار ودرېدلی دی. موږ پرې ځکه ډېرې تبصرې نه کوو. د وزيراعظم عمران خان هم همدا خبره ده چې پر دې مشورې وشي. د ډېرو خلکو ځيني تحفظات دي. ښايي‌دا بيل اوس بيا د مذهبي‌امورو کمېټې او بيا اسمبلۍ ته راولېږل شي. نو انشاالله چې هر څه وي، هغه به د ټولو په خوښه وي. په دې کې به د هيچا زړه نه ازاریږي.))

د جولای په ۲۲مه د پنجاب اسمبلۍ له خوا په غوڅ اکثریت منظور شوي دې قانون څخه سرغړوونکو ته تر پينځه لکه روپيوو او پينځه کلونو قېد سزا ورکول کیدلی شي. دا قانون د پيغمبرانو د نومونو سره په عربي ژبه د عليه السلام او د صحابوو سره رضی الله عنه يا رضی الله عنها ليکل لازمي ګرځوي.

پر دې خبره شيعه ګان اعتراض لري ځکه چې دوی د حضرت علی د نامه سره رضی الله علیه نه بلکې علیه السلام ليکي. دوی اندېښمن دي چې له دې امله به ورته سزاوې ورکول کېږي نو ځکه د دوی د ټولو تنظيمونه اتحادیې، مجلس الوحدت المسلمين د جولای په ۳۱مه د مظاهرو اعلان کړی دی.

هر کتاب چې چاپيږي د عامه اړيکو د حکومتي‌دفتر له نظره به تيريږي. دوی به یې ګوري چې د اسلام ضد خو به څه پکې نه وي.
د پنجاب صوبې نوی قانون

د دې تنظيم مشر علامه راجا ناصر عباس د جولای په ۲۷مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې دوی د اخري پيغمبر په توګه د حضرت محمد (ص) په نبوت عقیده لري خو دا قانون به له شيعه ګانو د سياسي انتقام لپاره وکارېږي. د هغه په وېنا د دې بې ضرورته قانون له وجې د شيعه او سني ترمنځ اختلافات ډیریدلی شي:

هغه وايي: ((دا کار د اختیاراتو غلط استعمال ښيي. له قانونه داسې وسله مه جوړوئ چې هر چا په لاس کې راخیستي وي او په دې ملک کې جنګونه شروع کړي. موږ دا قانون په بشپړ ډول ردوو. ځيني قوانين تيار شته. هغه عملي‌کړئ. همغه کافي دي. داسې قوانين بايد نه وي‌چې خلک فکر وکړي چې تاسو زموږ پر مخ لارې بندوئ. اول په زرګونو خلک ووژل شول او اوس يوه نوي قانوني سلسله شروع شوه. خدای ته وګورئ چې دا ملک انتها پسندۍ ته مه بيايئ. خدای ته وګورئ د يو مسلک پاکستان مه جوړوئ.))

د امریکې د ورلډ فېکټ بوک ترمخه د پاکستان له مسلمانانو ۸۵ فیصده سنيان او ۱۵ فیصده شيعه وګړي دي. په دې ملک کې د فرقه ييز تاوتريخوالي اوږده تاريخچه موجوده ده. له ۱۹۹۵ څخه تر ۲۰۰۸ پورې د دواړو عقیدو د پيروانو ترمنځ خونړۍ نښتې شوې چې ګڼ خلک پکې وژل شوي دي.

خو د پنجاب اسمبلۍ سپېکر او د مسلم ليګ (ق) مشر، چوهدري پرويز الهی له دې قانونه د دفاع په کولو سره ويلي چې دا به د بېلابېلو مذهبونو ترمنځ وحدت پوخ کړي. هغه چې ګوند یې دا بيل په اسمبلۍ کې وړاندې کړی وو، د جولای په ۲۷مه په يو ه خبرپاڼه کې د قانون څخه د دفاع په ترڅ کې زیاته کړي چې په دې اړه یې د بېلابېلو ديني عالمانو سره په ټيليفون سلامشورې کړې دي.

په دې قانون کې د عامه اړيکو سرکاري دفتر مشر يا ډايريکټرېټ جنرل اف پبلک رېلېشن ته واک ورکړل شوی چې پر چاپحونو چاپې ووهي او که یې د اروزنې مطابق يو کتاب د اسلامي اصولو خلاف وي، هغه له خپرېدو منع او د ليکوال پر ضد یې کاروايي‌وکړي. همداراز هر ليکوال او چاپوونکی بايد د کتابونو تر خپرولو مخکې خپل متن د عامه اړيکو سرکاري دفتر ته د منظورۍ اخیستو لپاره ولېږي. په دې کې د نصاب او څيړنيز کتابونه شامل دي.‌ د کتابونو خرڅونکی به ځان د حکومت سره رجسټرډ‌کوي او د خرڅوونکو کتابونو تفصيل به ورکوي. هيڅوک به د عامه اړيکو د دفتر له اجازې بغېر له نورو ژبو کتابونه نه ژباړي.

د مذهبي ازادۍ په اړه د امريکې کلني راپور کې پاکستان د اندېښنې وړ هېوادونو په ليست کې اچولی دی.

د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن مشر مهدي حسن د جولای په ۲۷مه، مشال راډيو ته وويل چې دا قانون د مذهبي ډلو د خوشالولو لپاره جوړ شوی چې ورسره به په دې ملک کې مذهبي کرکه زیاته او لا واردمخه زندۍ شوې د بيان ازادي ختمه شي.

نوموړي وويل: ((په قانون جوړولو سره نه د کوم مذهبي مبارک شخص احترام زیاتېدلی او نه هم کمېدلی شي. ته د قانون په جوړولو سره د يو چا په اړه د چا نظر نه شې بدلولی نو ځکه بايد حکومت د چا د فکر لپاره قانون جوړ نه کړي خو خبره دا ده چې پاکستان يو جمهوري نه بلکې مذهبي ملک دی او په همدې نامه جوړ شوی دی. له دې کبله دلته هر ګوند د مذهي ډلو تر بيخي ډېر تاثیر لاندې دی. حکومت د دې ډلو د راضي ساتلو لپاره داسې پرېکړې کوي چې په جمهوریت کې بايد ونه شي.))

په پنجاب کې د تحفظ بنياد اسلام قانون په داسې مهال جوړ شوی چې په ټول ملک کې د عملي کېدو وړ د مذهب سپکاوي د مخنيوي لپاره ناموس رسالت قانون شته دی. د امریکې بهرنيوو چارو وزارت په يو راپور کې ويلي‌چې پاکستان کې دغه قانون په غلط ډول کارېدلی چې له وجې یې د بيان ازادي محدوده شوې ده. د دې کال په اپريل مياشت کې خپاره شوي د مذهبي ازادۍ په اړه دغه کلني راپور کې پاکستان د اندېښنې وړ ملکونو په لیست کې شامل کړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG