د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې روغتیايي ادارې د کووېډ-۱۹ مخنیوي کې له ستونزو سره مخامخ دي


په مېساچوسېټس ایالت کې یو کس کووېډ-۱۹ ټېسټ ته انتظار باسي
په مېساچوسېټس ایالت کې یو کس کووېډ-۱۹ ټېسټ ته انتظار باسي

په داسې حال کې چې په ځینو هېوادونو کې د کووېډ-۱۹ مثبتې پېښې بیا په لوړېدو دي، د روغتیايي څانګو چارواکي د وایرس په مخنیوي کې له ستونزو سره مخامخ دي.

دا د یوه داسې وایرس په مخنیوي کې مشکلات په ډاګه کوي چې په لومړیو کې یې د خپرېدو رفتار ورو شو خو بیا یې هم تر اوسه په نړۍ کې تر ۶۵۰،۰۰۰ زیات کسان وژلي دي.

د چین په ګډون په هسپانیې، فرانسې او جرمني کې د کورونا وایرس نوې پېښې یو ځل بیا په لوړېدو دي.

کووېډ-۱۹ ناروغۍ په نړۍ کې تر ټولو زیاته امریکا ځپلې چې پکې د رسمي مثبتو پېښو شمېر ۴،۲۰۰،۰۰۰ (دوه څلوېښت لاکه) ته رسېدلی دی.

د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، تر اوسه په نړۍ کې د کورونا وایرس ټولې ۱۶.۲ میلیونه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

خو د پوهنتون په وینا، د نړۍ پر کچ له ناروغۍ تر ۹.۴ میلیونه زیات کسان رغېدلي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG