د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جعلي لوکل او ډومیسایل پلټنې کوو، خو وخت اخلي: بلوچستان حکومت


د ډومیسایلونو پر موضوع د بلوچستان په اسمبلۍ کې هم بحث شوی دی
د ډومیسایلونو پر موضوع د بلوچستان په اسمبلۍ کې هم بحث شوی دی

پراګ - د بلوچستان حکومت وايي، په صوبه کې یې د جعلي لوکل سرټیفیکېټ او ډومیسایل پلټنو ته دوام ورکړی دی او نتیجه به یې ولس ته وړاندې کوي.

یاد حکومت وايي، دا خبره بې ځایه ده چې ګواکې دوي د جعلي‌ لوکل سرټیفیکېټ او ډومیسایل موضوع له پامه غورځولې ده.

د صوبايي‌ حکومت ویاند لیاقت شاهواني د جولايي پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې دوي په خپل سر دا مسله راپورته کړې وه او اوس به یې سر ته هم رسوي.

ده وویل، د صوبې ولس دې ډاډه اوسي او هیڅوک به هم دې ته نه پرېږدي چې د بلوجستان د خلکو حق دې په ناقانونه توګه وخوري.

ده وویل، "یو سلسله روانه ده،‌ په کلونو دا لوکلونه جوړ شوي دي او په یوه ورځ خو د دې پلټنه نشي کېدای، موږ غواړو چې له چا سره بې انصافي‌ ونه شي خو چې د چا اسناد جعلي وو هغه به لغوه کېږي، دا کار په کوټه کې شوی دی، په مستونګ کې شوی دی او په نورو ضلعو کې کار روان دی ، نو د بلوچستان له خلکو سره په کلونو دا زیاتوب شوی دی او د دې د سمولو لپاره یو څه وخت په کار دی."

د بلوچستان حکومت د جولايي په پیل کې د ټولو ضلعو مرستیال کمشنرانو ته امر کړی وو چې د هغو ټولو کسانو د لوکل سرټیفیکېټ او ډومیسایل دې وپلټي چې د بلوچستان په برخه کې په وفاقي محکمو کې نوکرۍ کوي.

د بلوچستان حکومت پر هغه اعلان سربېره په یو شمېر ښارونو کې احتجاجونه شوي او له حکومت څخه غوښتنه شوې چې دا پروسه دې په شفافه توګه تر سره کړي.

د ږوب قومي جرګې په نامه د یو سازمان مشر اختر شاه مندوخېل د جولايي پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې دوي له تېرو څه باندې دوو لسیزو راهسې د دې ستونزې د هل لپاره هلې ځلې کړې دي.

ده وویل ، په دې خوشاله دي چې اوس د ولس او حکومت پام دې مسلې ته اوښتی دی خو د ده په وینا په کار ده چې دا اسناد په پوره شفافیت سره وکتل شي.

اختر شاه وویل ، "دلته یې ډومیسایلونه په پیسو اخیستي دي ، نوکرۍ یې په پیسو اخیستې دي، زموږ حق خوري ، موږ د چا د ذات خلاف نه یو ، موږ د دې خاوري مالکان یو ، زموږ ځوانان تعلیمونه وکړي او نوکرۍ نه ورکول کېږي ، هغوي خپل کاغذونه په څنګ کې ګرځوي او د وزیرانو دروازې ټکوي."

اختر شاه مندوخېل وویل ، دوي غوښتنه کوي چې حکومت دې دا جعلي لوکل او ډومیسایل جوړونکي په ډاګه کړي او هغوي ته دې سزا ورکړي.

د بلوچستان حکومت چې دا پروسه اعلان کړې وه نو پیل یې له بلوڅ مېشتې مستونګ ضلعې شوی وو.

د یادې ضلعې مرستیال کمشنر محبوب احمد اڅکزي هغه وخت مشال راډیو ته ویلي وو چې د ګورنر له دفتره دوي ته د ۷۴۴ داسې کسانو لسټ استول شوی وو چې په وفاقي محکمو کې یې نوکرۍ درلودې.

د ده په وینا ،‌ هره ممکنه هڅه یې کړې وه خو بیا هم یوازې ۳۴۴ کسانو خپل اسناد د کره کتنې لپاره ورسپارلي وو او ۴۰۰ کسانو ورسره هیڅ رابطه نه وه کړې.

د جولايي پر ۲۶مه مې له محبوب احمد اڅکزي څخه وپوښتل چې په مستونګ کې هغه د پلټنې پورسه اوس کوم ځای ته رسېدلې ده؟

هغه وویل "ما په خپله مشرۍ کې د بېلا بېلو محکمو د استازو او ځايي پوهانو یو کمېټۍ جوړه کړې ده ، هره دوشنبه غونډه کوو ، تر اوسه مو له هغو راغلیو ۳۴۴ کسانو څخه د ۱۰۰ کسانو اسناد کتلي ، او کوم ۴۰۰ سوه کسان چې نه وو راغلي په هغوي کې هم ځینې اوس راغلي او رابطه یې کړې ده. تر اوسه کوم جعلي لوکل یا ډومیسایل مخې ته نه دی راغلی خو اصلي صورتحال به هغه وخت معلوم شي موږ دا ۷۴۴ ټول اسناد وګورو."

د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ز لپاره د پاکستان د وفاقي کارکوونکو په اړه رسمي‌ حکومتي‌ معلومات ښيي چې د هغه وخت په ۵۸۱،۷۵۵ ملازمینو کې ۴.۵ فیصده برخه د بلوچستان وه چې شاوخوا ۲۶،۴۱۱ چوکۍ جوړېږي.

د بلوچستان حکومت وايي، د پاکستان په ټولو وفاقي‌ نوکریو کې شپږ فیصده برخه د بلوچستان ده کومه چې د دوي په وینا پوه نه ورکول کېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG