د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان حکومت د خپلې برخې وفاقي نوکرانو سندونه پلټي


د بلوچستان وزیراعلی جام کمال
د بلوچستان وزیراعلی جام کمال

پراګ - د بلوچستان حکومت اعلان کړی دی چې په ټولو ضلعو کې د هغو کسانو د اسنادو په اړه پلټنې کوي چې د پاکستان په وفاقي ادارو کې نوکران دي.

د بلوچستان حکومت د صوبې د هرې ضلعې مرستیال کمشنر ته امر کړی دی چې په وفاقي ادارو کې د کارکوونکو د ډومیسایل او لوکل سرټیفیکېټ په اړه دې پلټنې وکړي.

د صوبايي‌ حکومت ویاند لیاقت شاهواني د جولايي پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې وزیراعلا امر کړی دی چې د هر هغه کس اسناد دې وکتل شي چې د بلوچستان پر کوټه په وفاقي‌ ادارو کې نوکري لري.

لیاقت شاهواني وویل چې د یو شمېر ضلعو مرستیال کمشنرانو وار له مخه په ورځپاڼو کې په دې اړه خبرداری ورکړی چې داسې کسان دې ټول خپل اسناد د کره کتنې لپاره وړاندې کړي.

ده وویل ، “وزیراعلا صاحب ټولو ضلعو ته هدایات ورکړي دي‌ او ځینو ضلعو وار له مخه ورباندې کار هم پیل کړی دی او په ورځپاڼو کې یې اشتهارونه ورکړي دي چې په وفاقي محکمو کې د هغو ضلعو پر ډومیسایل او لوکل سرټیفیکېټ کار کوي نو هغه خلک دې خپل دا اسناد کره کتنې ته وړاندې کړي.”

لیاقت شاهواني وویل چې د جلعي اسنادو جوړونکو پرضد به د جعل سازۍ له موجودو قوانینو سره سم چلند کېږي.

د بلوچستان پر جعلي‌ ډومیسایل او لوکل په وفاقي ادارو کې د کارکوونکو په اړه بحث له هغه وروسته تود شو چې د بلوچستان د مستونک مرستیال کمشنر محبوب احمد اڅکزي د ۴۰۰ کسانو ډومیسایل او لوکل سرټیفیکېټ معطل وګرځول.

محبوب احمد اڅکزي د جولايي پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې یو کال وړاندې د ګونر له دفتر د مستونګ مرستیال کمشنر ته په استول شوي‌ لیک کې امر شوی وو چې له یادې ضلعې دې په وفاقي محکمو کې د ۷۴۴ نوکرانو د اسنادو کره کتنه وشي.

ده وویل د ۲۰۱۹م کال له دسمبر یې پر دې مسله کار پیل کړی وو او هڅه یې کړې وه چې له هر ممکنې لارې دا ملازمین خبر کړي‌ چې خپل اسناد د کتلو لپاره دوي ته ور وړي.

ده وویل ، “څلور ځله مو په اخبارونو کې اشتهارونه ورکړل ، بیا مو پر هغو پتو ولېږل چې د ګورنر له دفتره په رالېږل شوي لیک ورکړل شوي وو ، بیا مو د دې اړوندو محکمو ته ولیکل چې دا کسان خبر کړي ، نو په دې یوه کال کې مو هیڅ یوه داسې لاره پرېنښوه چې دا کسان خبر کړو خو بیا هم ۳۴۴ کسانو موږ ته له اسنادو سره حاضر شوو او ۴۰۰ رانغلو او د هغوي لوکل او ډومیسایل موږ معطل اعلان کړل. “

محبوب احمد اڅکزي وویل ، د دې لپاره یې یو کمېټۍ جوړه کړې ده چې د حاضر شویو کسانو انټرویو وکړي‌ او د هغو اسناد وګوري او پخلی یې وکړي.

د ده په وینا ، کوم ۴۰۰ کسان چې نه دي‌ حاضر شوي ، هغوي اوس هم کولای شي چې له خپلو اسنادو سره ورشي او د خپل ډومیسایل او لوکل کره والی ثابت کړي.

د بلوچستان پارلماني استازي او په ځانګړې توګه ملتپال ګوندونه تل له وفاقي حکومت څخه شکایتونه کوي چې د دوي په وینا ، د صوبې وسایل وړي خو د صوبې د پرمختګ لپاره هغسې کار نه کوي لکه څنګه چې په کار دی.

په بلوچستان اسمبلۍ کې د اپوزېشن غړی او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ نصرالله زېری وايي‌ ، دا د ټولې صوبې مسله خو د ده په وینا په ځانګړې توګه پښتون مېشتو سیمو کې دا جعلي اسناد ډېر جوړ کړل شوي دي.

نصرالله زېري وویل ، “په خاصه توګه چې له پنجاب څخه کوم کسان دلته مرستیال کمشنران شي ، یا کمشنران شي او یا په پولیسو کې لوی افسران شي نو هغوي‌ له دې چوکیو ګټه واخلي او د خپلو بچیانو او خپلوانو لپاره د دې سیمو جعلي ډومیسایل او لوکل سرټیفکېټونه جوړ کړي.”

د نصرالله زېري په وینا ، دا کسان د پنجاب او سیند په معیاري تعلیمي ادارو کې درسونه وایي‌ او بیا د بلوچستان پر ډومیسایل او لوکل په وفاقي ادارو کې امتحانونه ورکړي‌ او د بلوچستان نوکرۍ د ځان کړي.

ده وویل ، دوي د دې لپاره یې په صوبايي اسمبلۍ ، قومي‌ اسمبلۍ او سېنټ کې په وار وار غږ هم پورته کړی دی.

ده زیاته کړه چې د بلوچستان صوبايي‌ حکومت باید دا مسله ډېره جدي‌ واخلي چې‌ وفاقي‌ حکومت د دې کسانو پرضد ګامونه پورته کړي.

ده وویل ، “موږ غوښتنه کوو چې د دې ډومیسایل او لوکل سرټیفیکېټونو دې نوره هم پلټنه وشي‌ او چا چې هم جعلي‌ جوړ کړي‌ وي هغوي دې له نوکریو لرې کړل شي ، سزا دې ورکړل شي‌ او دا نوکرۍ دې د بلوچستان خلکو ته ورکړل شي.”

د بلوچستان حکومتي ویاند لیاقت شاهواني مشال راډیو ته وویل ، بلوچستان په وفاقي محکمو کې د مجموعي نوکریو شپږ فیصده برخه لري خو هغه هم پوره نده ورکړل شوې.

د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹م لپاره د پاکستان د وفاقي کارکوونکو په اړه رسمي‌ حکومتي‌ معلومات ښيي چې د هغه وخت په ۵۸۱۷۵۵ ملازمینو کې ۴ اعشاریه پنځه فیصده برخه د بلوچستان وه چې شاوخوا ۲۶۴۱۱ چوکۍ جوړېږي.

لیاقت شاهواني وویل ، د دې مسلې په اړه پلټڼې او عملي ګام اخیستل ځکه ضروري دي چې د صوبې په لاکونو تعلیم یافته ځوانان بې روزګاره ګرځي.

شاهواني وویل ، “په دې کې د هرې کچې نوکرۍ شاملې دي نو په کار ده چې د بلوچستان خلکو ته د هغوي حق ورکړل شي‌ ، پخوا هم وفاقي حکومت موږ ته خپله برخه نده راکړې ، اوس موږ د وزیراعظم صاحب هم مننه کوو چې ټولو وفاقي ادارو ته یې د بلوچستان برخې ورکولو امر کړی دی.”

بلوچستان نه یوازې د رقبې له پلوه د پاکستان تر ټولو لویه صوبه ده بلکې په قدرتي وسایلو هم تر نورو زیاته شتمنه بلل کېږي‌ خو بل پلو ابادي او تعلیم پکې تر نورو صوبو ډېر کم او بې وزلي پکې زیاته ده.

XS
SM
MD
LG