د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې به "یوټیوب" بيا نه بندېږي: فواد چودري


ټولنیزه شبکه یوټیوب
ټولنیزه شبکه یوټیوب

پراګ- د پاکستان د ساینس او ټیکنالوجۍ وزیر هغه ګنګوسې رد کړي دي چې ګواکې په دغه هېواد کې به یو ځل بیا ټولنېزه شبکه "یو ټیوب" بنده کړل شي.

فواد چودري د جولای پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې په دا وروستیو کې د سپریم کورټ له څرګندونو وروسته په پاکستان کې بحث روان دی چې کېدای شي یوټیوب یو ځل بیا بند کړل شي خو د نوموړي په خبره د یوټیوب یا د نورو موبایل اېپلیکېشنونو د بندېز هېڅ امکان نه شته.

هغه زیاتوي،"د سپریم کورټ د جج صیب چې کومې خبرې دي، هغه په رسنيو کې په ناسمه توګه رپورټ شوي دي. زموږ عدالتونه په ذمه وارۍ سره خپل کار کوي. پر داسې قسمه اېپلیکېشنونو بندېز پر خپل ځان د ګوزار په معنا دی ځکه چې انټرنېټ په ازاده توګه د رايې څرګندولو یو ځای دی. نو که تاسو د رایو ازاد اظهار یا انټرنېټ بندوئ نو په هغې سره د ټېکنالوجۍ پرمختګ درېږي او د کاروبار موقعې کمېږي. په پرمختللي دور کې انټرنېټ یو بنیادي حق دی."

په پاکستان کې د یوټیوب د ممکنه بندېز په اړه بحث تر هغې وروسته تود شوی چې د پاکستان سپریم کورټ د جولای پر ۲۲مه د فرقه ییز تاوتریخوالي په اړه د یوې مقدمې اورېدو پر وخت پر یوټیوب د محدودیتونو لګولو اشاره وکړه.

د سپریم کورټ دوه کسیزه جرګګۍ د یوټیوب پر ځېنو هغو ویډیوګانو نيوکه وکړه چې پکې د پاکستان عدلیې، حکومت او پوځ ضد څرګندونې شوې وې.

خو په پاکستان کې د بیان د ازادۍ مبارزين، د ټولنزو رسنيو فعالان او پر ټولنیزو شبکو د کاروبارونو پرمخ وړونکي اندېښنه ښيي چې پر یوټیوب یا نورو ټولنېزو شبکو ممکنه بندیزونه نه یوازې د بیان ازادۍ بلکې د تعلیم، څېړنو، تجارت او اقتصاد لپاره هم منفي اغیزې لرلای شي.

ټولنیز فعال قمر نیسم وايي،"د پاکستان ایین د بیان ازادۍ ضمانت ورکوي چې د ملک هر وګړي ته دا حق حاصل دی. نو په دې ممکنه بندېز سره به نه یوازې هغه حق ته زیان ورسېږي بلکې د ټولنې پر نورو اړخونو به یې هم بد اثرات وغورځېږي."

نوموړي زياته کړه چې په پاکستان کې پر یو یوټیوب یوازې د رسنيو چینلونه نه دي بلکې ښځو، ماشومانو ،ځپل شویو کسانو او یا نورو پوهانو یوټیوب چینلونه جوړې کړي دي.
"دلته د سیاحت، پخلي، دین او د پوهې په اړه يوټيوب چېنلونه دي چې ځینې ترې ځان ته څه پیسې هم پیدا کوي. دا به هغوی ته ډېر زیان ورسوي. مخکې هم له داسې بندیزونو ډېر زده کوونکي او عام کسان متاثره شو."

تر دې مخکې په پاکستان کې یوټیوب د ۲۰۱۲ز کال په سېپټمبر کې هغه وخت بند کړل شو چې کله پر دغه وېبپاڼې د "اينوسنس اف مُسلمز" په نوم یو فلم خپور شو.

په دغه فلم کې د مذهب سپکاوي ویډیويي موادو خپرولو په غبرګون کې په پاکستان کې له تشده ډکې مظاهرې وشوې.

په پاکستان کې د شاو خوا دریو کالو له بندېز وروسته د ۲۰۱۶ز کال په جنورۍ کې یوټيوب وروسته له هغې پرانېستل شو چې د ګوګل دغه ټولنېزې ویبپاڼې حکومت ته لاره برابره کړه چې که په فکر یې څه ناسم مواد وي نو کولای شي چې له یوټیوبه یې لیرې کړي.

هغه وخت هم په پاکستان کې پر یوټیوب د بندېز په اړه ولس ناخوښي ښودلې وه. د ژوند له بېلا بېلو حلقو سره تعلق لرونکو له حکومته غوښتنې کولې چې یوټیوب دې ورته پرانېستل شي.

په پېښور کې د ټولنېزو رسنيو فعال ساجد اقبال داويزي د جولای پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، په پاکستان کې د بیان ازادي وار له مخه ډېره کمه ده چې پر ټولنیزو شبکو له بندیز سره به هغه ازادي بالکل ختمه شي.

"ځوان، پیغلې او د هرې طبقې خلک راځي، پر یوټیوب خپل چینلونه جوړوي چې خلکو ته خپل سوچ او فکر ورسوي او د نورو له سوچ او فکر نه هم خبر شي. نو که داسې بندېز ولګي نو زما په فکر د بیان ازادۍ ته به ډېر زیان ورسوي."

داویزی زیاتوي، "که یوټیوب بند شي نو یوازې په هغې د دوی دا مسله نه حل کېږي. له هغې سره به نوره سوشل میډیا هم بندوي چې دا به ډېره ګرانه خبره وي. بله دا چې د یوټیوب د کرکې ډکو خبرو او د نسل پرستۍ خلاف ډېره واضحه پالیسي ده. نو که هغه دوی ته رپورټ کړل شي نو زه فکر نه کوم چې بیا د یوټیوب د بندولو بیا نوبت جوړېږي."

په پاکستان کې د "ویمن ډیجیټیل لیګ" په نوم د کاروبارونو یوې انټرنېټي شبکې مشره ماریه عمر وايي چې یوټیوب د ډېریو لپاره د معاش یوه ذریعه ده او د بېوزلو خلکو د غږ پورته کولو یو درېځ هم دی.

"که ته پر څه خپه یې نو د هغې حل لاره وباسه. په ۲۰۱۲ز کال کې چې مخکې دوی پر یوټیوب بندیز لګولی و نو هغه وخت موږ خپل کاروبار پرانېستې و. زموږ پنځه شپږ ګيراکان ول چې هغه ټول په امریکا کې ول. درې پکې زموږ له لاسه ووتل ځکه چې هغوی راته وویل تاسو یوټیوب نه شئ استعمالولای نو موږ به یې هند، بنګله دېش او فلپاینز کې چا ته ورکړو."

د هغې په خبره پر ټولنېزو رسنيو هغو خلکو غږ پيدا کړ چې مخکې یې چا خبره نه اورېدله.

"ځوانان خپلې مسلې لري، د ښځو خپلې مسلې دي، مخکې به هغوی نه راوتې خو اوس راځي او وايي چې دا زموږ ستونزې دي. دغه شان د نرښځیانو او مدني ټولنې حقونه دي. چې دا ته بند کړې نو دا ټول به چېرته ځي؟"

یوټیوب د ګوګل سرچ انجین ملکیت دی چې یوه ټولنېزه پاڼه ده او ورباندې بېلا بېلې ویډیوګانې خپرېږي.

د پاکستان مواصلاتو اداره له وېبپاڼو د موادو لېرې کولو او پر ټولنیزو شبکو د شکایتونو د چارو ذمه واري لري. بیا که د چا د ځېنو پوسټونو خلاف د شکایتونو جاج اخیستل وي نو هغه معاملې د پلټنو فیډرالي ادارې "اېف ای اې" ته سپارل کېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG