ایران پر امریکا تور پورې کړی چې د یوې مساپر وړونکې ایرانۍ الوتکې په تعقیبولو یې د ملکي وګړو ژوند په خطر کې اچولی.
امریکايي ځواکونو د جولای پر ۲۳مه وویل، د شام په فضا کې یې د یوې ایرانۍ مساپر وړونکې الوتکې مخه ونیوله.
د امریکا مرکزي قومانداني وايي، اېف-۱۵ جنګي الوتکې یې د ایران د ماهان هوايي چلند یوه مساپر وړونکې الوتکه په تنف سیمه کې د شاوخوا ۱،۰۰۰ میټرو په واټن کې وڅارله.
مرکزي قومانداني په منځني ختیځ کې د امریکا عملیات څاري.
امریکايي ځواکونه د تنف په دښته کې یوه وړه اډه لري.
دا سیمه د اردن او عراق پولو ته نېږدې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د جولای پر ۲۴مه پر ټوېټر ولیکل چې امریکا یې یوه ملکي الوتکه وېرولې، او د دې لپاره یې د ملکي وګړو ژوند ته خطر پېښ کړ چې خپل سرتېري وساتلی شي.
خو د امریکا مرکزي قومانداني وايي، الوتکه یې له "خوندي واټنه" او له "نړیوالو معیارونو سره سم" څارلې.
مرکزي قوماندانۍ دا کار مسلکي بللی او وايي، جنګي الوتکه یې په سیمه کې د عادي پرواز په حال کې وه.
له تهرانه د لبنان پلازمېنې ته تلونکې الوتکه ماښام د بیروت پر هوايي ډګر کښېناسته.
د هوايي ډګر مشر د لبنان "نوي ټېلېوېژن" چینل ته ویلي چې ټول مساپر روغ ول خو ځینې یې پکې د وېرې او د الوتکې د صدمې له وجې سرسري ژوبل شوي ول.