د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د کورونا وایرس ۶۰ نوې پېښې ثبت شوي


په هرات کې د کورونا وایرس ناروغانو لپاره د روغتون یوه خونه
په هرات کې د کورونا وایرس ناروغانو لپاره د روغتون یوه خونه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د جولای پر ۲۴مه د کورونا وایرس د لسګونه تازه پېښو له ثبتېدو سره په هېواد کې د وړجنو کسانو شمېر تر شاوخوا ۳۶،۰۰۰ رسېدلی دی.

د وزارت د ویاند مرستیالې معصومې جعفري په یوه ویډیويي پیغام کې رسنیو ته معلومات ورکړل او ویې ویل چې "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۵۷ کسان معاینه" شوي چې ورڅخه یې "۶۰ مثبتې پېښې" وې.

د دې په خبره، له نویو پېښو سره په هېواد کې د کورونا وایرس د وړجنو کسانو رسمي شمېر "۳۵،۹۸۸" ته لوړ شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت د هېواد وګړو ته سپارښتنه کړې چې د وایرس خپرېدو مخنیوي لپاره ټول احتیاطونه عملي کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د دوو کسانو ترمنځ د شاوخوا دوه میټرو فاصله، د غونډو نه کول، په بیا بیا په صابون لاس مینځل او ماسک (تمبوزک) په مخ کول هغه څه دي چې خلک له وایرسه ژغورلای شي.

د کووېډ-۱۹ په اړه د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون د ځانګړې ووبپاڼې په وینا، دې ناروغۍ په افغانستان کې تر اوسه ۱،۲۲۵ کسان وژلي خو ۲۴،۶۰۲ ورڅخه رغېدلي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG