د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ: احتساب اداره د درغلیو مقدمو د ځنډ ذمه واره ده


سپریم کورټ وايي نیب د پلټنو سم نظام نه لري
سپریم کورټ وايي نیب د پلټنو سم نظام نه لري

د پاکستان سپريم کورټ يو وار بيا د احتساب قامي ادارې (نیب) پر کارکردګۍ نيوکې کړي او ويلي يې دي چې د درغليو مقدمو په فيصلو کې د ځنډ ذمه واره ده.

د جولای پر ۲۳مه، د سپريم کورټ مشر قاضي ګلزار احمد په مشرۍ درې کسيزه جرګکۍ د سیند په جامشورو کې د لاکړا بجلي ګر یا برېښناکوټ په جوړولو کې د درغلیو د تورونو مقدمې اورېدنې پر مهال وويل چې په نیب د پلټنو د معيار جاج اخیستو نظام نشته.

تر دې مخکې د سپریم کورټ دوو نورو قاضیانو هم د جولای پر ۲۰مه د مسلم ليګ (ن) مخکښ خواجه سعد رفيق د ضمانت مقدمې په تفصيلي فيصله کې پر احتساب ادارې انتقادونه کړي ول چې تر هغې وروسته مسلم لیګ (ن) او ځینو نورو اپوزیشن ګوندونو د احتساب ادارې د ختمولو غوښتنه کړې وه.

د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د جولای پر ۲۲مه په لاهور کې خبري غونډې ته وویل چې د سپریم کورټ تر فیصلې وروسته دې د نیب مشر استعفا ورکړي.

ده یو ځل بیا پر احتساب ادارې تور پورې کړ چې حکومت یې د سیاسي مخالفینو ضد کاروي.

خو د پاکستان وفاقي حکومت په بیا بیا دا تور ناسم بللی او دریځ لري چې د احتساب اداره په خپلو چارو کې خپلواکه ده.

د نیب مشر او پخواني قاضي جاوېد اقبال هم پر ځان او ادارې لګېدلي تورونه بې بنسټه بللي.

د جولای پر ۲۳مه، د سپريم کورټ قاضيانو دا هم وويل چې د درغليو د تورونو په قضیو کې د ځنډ ذمه واري هم د نیب ده ځکه چې پلټونکو ته یې قانوني اړخونه معلوم نه وي او تر کلونو تحقیقات روان وي.

د سپريم کورټ په خبره، د مقدمې جوړولو معيار هم معلوم نه دی.

سپريم کورټ احتساب لپاره د ۱۲۰ نویو عدالتونو جوړولو په اړه د قانوني چارو سېکرټر ته لارښوونه وکړه چې له وفاقي کابينې منظوري واخلي او په يوه مياشت کې دننه د ججانو ګومارلو عمل پیل کړي.

دې جرګګۍ د برېښناکوټ په جوړلو کې د اداري فساد د قضیې په تېره اورېدنه کې امر کړی وو چې د زیاتو قضیو د بار (بوج) ختمولو لپاره دې د احتساب لږ تر لږه ۱۲۰ نوي عدالتونه جوړ شي.

د احتساب اداره پخواني پوځي واکمن جنرل پروېز مشرف د ۱۹۹۹ز کال په نومبر کې جوړه کړې وه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG