د لاسرسي ځای

تازه خبر

تربت کې چاودنې يو کس وژلی، ۷ یې زخميان کړي


د کيچ ضلعې نقشه
د کيچ ضلعې نقشه

نن د جولای پر ۲۱مه د بلوچستان ذ کيچ ضلعې د تربت سیمې په یو بازار کې په بمي چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۷ نور ژوبل شوي دي.

د سیمې پولیس وایي نامالومو وسلوالو د یو دکان سره نږدې په ولاړ موټر ساییکل کې چاودونکي توکي اېښي وو. دا لا نه ده مالومه چې د دغې چاودنې هدف څوک وو.

د ژغورنې ادارې او پولیس چارواکو رسنيوو ته ويلي‌چې وژل شوی تن او ژوبل کسان ټول عام وګړي دي. په پېښه کې نيزدي ولاړو نورو لاریو او موټرو ته هم زیان رسېدلی دې.

د بلوچستان وزیراعلی جام کمال رسنيوو ته نن په لېږلي پو پېغام کې د دغه پېښې غندنه کړې او دا یې د سیمې د امن خرابولو یوه منصوبه بللې ده.

بلخوا د پېښې ژوبل تنان د تربت ضلعي روغتون ته رسول شوی دي. د دغه پېښې ذمه واري تر دې دمه چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG