د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اروپايي ټولنې مشران د کورونا په وړاندې پر مبارزه غږېږي


په برسلز کې د اروپايي ټولنې مشرانو غونډه
په برسلز کې د اروپايي ټولنې مشرانو غونډه

د اروپايي ټولنې مشران چې په برسلز کې سره راټول دي، د کورونا وایرس له وجې د جوړ شوي حالت د قابو کولو لپاره د مرستندویه اقتصادي کڅوړې (پیکیج) په سر بحث کوي.

د اروپايي کونسل مشر چارلس مېشيل د جولای پر ۲۰مه ناوخته ډاډ څرګند کړ د هغې جوړجاړۍ له مخې چې ده د اروپايي هیوادونو ۲۷ مشرانو ته وړاندیز کړی ۸۶۰ بیلیونه ډالر به راټول شي چې د کورونا وبا له کبله په اقتصادي بحران کې راګېره اروپا به بیرته راپورته کړي.

اروپايي مشران د جولای له ۱۷مې په برسلز کې په غونډه بوخت دي.

هنګري چې پولینډ یې ملاتړ کوي په اوله کې دړکه کړې وه چې که مرستې د جمهوریت له حمایت سره مشروطې وي نو هغوی به یې ویټو کړي خو د جولای پر ۲۰مه د غونډې په څلورمه ورځ یې هم غږي ښکاره کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG