د شام د انتخاباتو کمېشن د جولای پر ۲۰مه د پارلېماني انتخاباتو رایو (ووټونو) شمېر پیل کړ.
په هغه هېواد کې د جولای پر ۱۹مه پارلېماني انتخابات وشول چې ورته ۱،۶۵۶ کسانو ځان نومولی وو.
د شام ولسي جرګه ۲۵۰ څوکۍ لري.
دا د ۲۰۱۱ز کال په مارچ کې په هغه هېواد کې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې درېیم انتخابات ول.
د شام په نهه کلنه جګړه کې تراوسه څه باندې څلور لاکه کسان وژل شوي، میلیونونه یې د هېواد دننه بېکوره او کډوال شوي.
د هغه هېواد شاوخوا پېنځه میلیونه وګړي ګاونډیو او اروپايي هېوادونو ته کډه کړې.