د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران "امریکا او اسراییلو" ته د "معلوماتو" ورکولو په تور یو کس په دار ځړولی

پر موسوي امریکا او اسراییلو ته د سلیماني په اړه د معلوماتو ورکولو تور وو
پر موسوي امریکا او اسراییلو ته د سلیماني په اړه د معلوماتو ورکولو تور وو

د ایران عدلیه وايي، هغه وګړی یې په دار ځړولی دی چې د ایراني قوماندان قاسم سلیماني په اړه امریکا او اسراییلو ته د معلوماتو ورکولو په تور مجرم ثابت شوی وو.

د ایران عدلیې ووبپاڼې خبر ورکړی چې د سید محمود موسوي مجد کس یې د جولای ۲۰مې پر سهار په دار ځړولی دی.

ایرانیو چارواکو په جون کې ویلي ول چې موسوي مجد امریکا او اسراییلو ته د ایران د انقلاب ساتونکي ځواک قوماندان قاسم سلیماني د ځای په اړه معلومات ورکړي ول.

سلیماني د ۲۰۲۰ز کال د جنورۍ پر درېیمه په عراق کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوی وو.

د هغه د وژنې پر سر له واشنګټن سره د تهران او بغداد تعلقات کړکېچن شوي ول.

د ایران عدلیې د جولای پر ۱۴مه هم ویلي ول چې د امریکا د استخباراتو پر مرکزي ادارې (سي ار اې) یې د معلوماتو خرڅولو په تور د دفاع وزارت یو پخوانی کارکوونکی په دار ځړولی دی.

XS
SM
MD
LG