د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اصفهان په برېښنا کوټ کې چاودنه شوې


د جولای پر ۱۵مه بو شهر بندر کې بر بیړیو اورلګېدلی وو.
د جولای پر ۱۵مه بو شهر بندر کې بر بیړیو اورلګېدلی وو.

د ایران سرکاري خبري اژانس ایرنا د جولای پر ۱۹مه د اصفهان په یو بجلي ګر یا برېښنا کوټ کې د چاودنې خبر ورکړ خو وايي ځاني زیان پکې نه دی شوی.

د اصفهان د برېښنا کوټ مشر ایرنا خبري اژانس ته ویلي، چاودنه د یو زوړ ټرانسفارمر له وجې شوې ده.

د جون له وروستیو راهېسې په دغه هیواد کې ایټمي او صنعتي تنصیباتو ته نږدې د اورلګېدنو او چاودنو څو پېښې مخې ته راغلې دي.

د جولای پر ۱۵مه په بوشهر بندر کې په یو شمېر ایرانیو بېړیو کې د اورلګېدنې پېښه مخې ته راغلې وه.

همدا رنګه د جولای په دوهمه د ایران په ځمکلاندې ایټمي بټۍ کې د اور لګېدو پېښه مخې ته راغلې وه.

تر دې وړاندې د جون میاشتې په وروستیو کې په تهران کې یوې پوځي ودانۍ ته نږدې او بیا یو روغتون سره په خوا کې چاودنې شوې وې. د روعتون سره نږدې په چاودنه کې ۱۹ کسان وژل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG