د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا نوې پېښې مخ په کمېدو دي


په سوات کې پر طبي عملې ماسکونه او نور اړین وسایل وېشل کېږي. دا توکي امریکا مېشتې غزنوي استولي.
په سوات کې پر طبي عملې ماسکونه او نور اړین وسایل وېشل کېږي. دا توکي امریکا مېشتې غزنوي استولي.

پاکستاني چارواکو د جولای پر ۱۹مه نېټه وویل چې د کورونا وایرس پېښې مخ په کمېدو دي.

د ملي قوماندې او عملیاتي مرکز (نېشنل کمانډ اینډ اپرېشن سنټر) د معلوماتو له مخې د جولای له لومړۍ تر ۱۹ مې ۵۰ زره پورې کسان په کورونا اخته شوي دي خو د جون له لومړۍ تر ۱۹ مې بیا له ۹۵ زرو زیات کسان کورونا وهلي ول.

د یاد مرکز د معلوماتو له مخې په ټولیز ډول په ملک کې نږدې ۲۶۳ نیم زره کسان په کورونا اخته شوي چې له وجې یې ۵۸۶۸ کسان مړه شوي خو له دوو لکو نه زیات ترې بیرته ښه شوي دي.

د اسلام اباد د پیمز روغتون ډاکټر فضل ربي د جولای پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، دا طبعي خبره ده چې د وخت په تېرېدو سره د وبايي مرضونو پېښې کمېږي خو د هغه په وینا یوه بله وجه یې دا هم ده چې اوس خلک په کمه شمېره کې ټیسټونه کوي نو ځکه پېښې هم کمې مخې ته راځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG