د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وهلو شمېره ۲۶۳ زره نه واوښته


پاکستان کې نرم ټولبند یا سمارټ لاک ډاون له وجې خلک د سفر پر مهال ماسکونه کاروي.
پاکستان کې نرم ټولبند یا سمارټ لاک ډاون له وجې خلک د سفر پر مهال ماسکونه کاروي.

پاکستاني چارواکي وايي، د جولای تر ۱۹مې نږدې ۲۶۳ نیم زره کسان پر کورونا اخته شوي دي چې پکې یو نیم زر نه زیات یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ناجوړه شوي دي.

د کورونا د شمېرو په اړه معلومات خپرونکې سرکاري ویبپاڼه لیکي چې تر دې مهاله په ټول ملک کې د کوویډ ـ ۱۹ ناروغۍ نه ۵۵۶۸ کسان وژل شوي خو څه د پاسه دوه لکه او څلور زره ترې بېرته رغېدلي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې سمارټ لاک ډاون یا نرم ټولبند دوام لري.

کورونا وایرس په اول وار د ۲۰۱۹م کال په وروستیو کې د چین په ووهان ښار کې راڅرګند شوی وو چې تر دې مهاله یې په نړۍ کې له شپږو لکو زیات کسان وژلي دي.

په نړۍ کې د کورونا په اړه شمېرې راټوونکي امریکايي جانز هاپکینز پوهنتون ترمخه کورونا وایرس تر اوسه له یو کروړ، ۴۲ لکو او شپږ څلویښت زرو زیات کسان ناروغه کړي او څه د پاسه ۷۹ لکه او ۹۷ زره ترې بېرته رغېدلي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG