چینايي چارواکي وايي، د کورونا وایرس یو وار بیا سر راپورته کولو له وجې هغوی د جنګي حالت سره مخامخ دي.
د سینکیانګ چارواکو د جولای پر ۱۹مه، وویل چې په هغه صوبه کې ۱۷ کسان په کورونا ناروغۍ اخته شوي، په نورو ۲۳ کسانو کې له علاماتو پرته د کورونا وایرس موندل شوی او دا راز نور ۲۶۹ کسان د څارنې لاندې دي.
د سینکیانګ صوبې سر ښار اورومچي کې د جولايي له ۱۶ مې ټولبند اعلان شوی، د ټرانسپورټ نظام بند شوی او دغه ښار ته د پروازونو تګ راتګ هم ځنډول شوی دی.
دا راز په اورومچي کې په ولسي غونډو هم بندېز لګول شوی او په لویه کچه د خلکو ټیسټونو لپاره هم انتظامات شوي دي.
د جانز هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې د جولای تر ۱۹ مې په چین کې ۸۵،۳۱۴ کسان پر کورونا وایرس اخته شوي چې له منځه یې ۴،۶۴۴ کسان وژل شوي خو له ۸۰ زرو زیات ترې بیرته ښه شوي دي.
کورونا وایرس د ۲۰۱۹ کال په ډېسېمبر کې په اول ځل د چین د هوبې ایالت په ووهان ښار کې سر راپورته کړی وو او اوس نږدې ټوله نړۍ ورسره لاس او ګرېوان ده.