د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ۱۲ اربه ډالر جوړیدونکی ديامرباشا ډېم به سر ته ورسي؟


وزیراعظم عمران خان د ديامر باشا ډېم د کار پرانیسته کوي
وزیراعظم عمران خان د ديامر باشا ډېم د کار پرانیسته کوي

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د جولای په ۱۵مه د ديامر باشا ډېم د کار د پېل افتتاح وکړه. دا به تر تربېلې او منګه ډېم وروسه تر ټولو لوی ډېم وي.

د پاکستان حکومتي ويبپاڼې ترمخه له دې پروژې به ۱۶۰۰۰۰ کسانو ته نوکريانې ورکول کېږي. له دې منصوبې به ۱۲ لکه ايکړه ځمکه خړوبېږي. دا پروژه به ۲۰۲۸ کال کې سر ته رسيږي. د ډيم اوچتولی (بلندي) به ۲۷۲ ميټره وي. په دي کې به ۱۴ سپل وې ګيټ يعني د اوبو اخراج ځايونه وي.

دا ډېم د خيبر پښتونخوا په کوهستان او د ګلګت بلتستان صوبې په ديامر سيمه کې پر اباسين دریاب جوړيږي. د اوبو او برېښا ادارې (واپډا) پخواني مشر شکيل دراني د جولايي پر ۱۶مه مشال راډيو ته وويل چې په ديامر باشا ډېم د انجنېرنګ کار په ۲۰۰۲ کال کې شروع شوی وو.

د دیامرباشا ډېم د پاکستان لپاره ډېر ارزښت لري. حکومت کولی شي د جوړولو لپاره یې څه پېسې خپلې بېلې کړي او څه ورته له بهره واخلي
شکيل درانی

د هغه په خبره دا هايډرو پاور يعني له اوبو بجلۍ جوړولو ډېره ګټوره منصوبه ده.

هغه وويل: ((تر ټولو لويه ګټه د اوبو زخيره کول دي. دا ډېم به ډيرې زياتي اوبه زخيره کړي. د ديامر باشا ډېم د بجلۍ جوړولو صلاحیت به ۴۵۰۰ ميګا واټه وي. دا هغه بجلي ده چې ورته ماحول دوسته ويل کېږي. په دې کې ګيسونه نشته. دا به د ملک دننه په وسايلو چليږي او له بهر به نه تيل او نه هم نور څه راغواړي.))

د دیامر باشا ډېم تاريخچه

د ديامر باشا ډېم جوړولو لومړی وړانديز په ۱۹۸۰ کال کې شوی وو. په ۱۹۹۸ کال کې د هغه وخت وزيراعظم نواز شريف د ډېم جوړولو پرانيسته کړې وه. په ۲۰۰۴ کال کې د دې ډېم لومړۍ فيزیبیلیټي رپورټ (يعني د جوړيدو امکاناتو راپور) تيار کړل شو. په ۲۰۰۸ کال کې د هغه راپور بيا جاج واخيستل شو.

په ۲۰۱۶کال کې پخواني وزيراعظم نواز شريف د ډيم جوړولو کار شروع کولو منظوري ورکړه. خو په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان او چين ترمنځ د اقتصادي راهدارۍ پروژو په چوکاټ کې د ديامر باشا ډيم جوړولو خبره لېرې کړل شوه او د ډېم جوړولو چارې ودريدي.

د دیامرباشا ډېم ډيزاین نقشه څو ځل بدله شوه. کله انجنیرانو ته وايي‌ چې يو قسم یې جوړ کړئ. که وايي بل قسم. فکر نه کوم چې دا پروژه دې په ټاکلي وخت کې بشيړه شي
انجنیر ګوهر محمد خان

له د دې وروسته په ۲۰۱۸ کال کې د هغه وخت د سپريم کورټ چيف جسټس ثاقب نثار حکومت ته امر ورکړ چې د ډېم په جوړولو کار شروع کړي. حکومت د دې لپاره چنده اخیستل پېل کړل. د ډيم جوړولو لپاره په فنډ کې نهه اربه روپۍ راغونډي کړل شوې. د روان ۲۰۲۰ کال په مې مياشت کې د ډيم جوړولو لپاره د پاکستان حکومت او چين ترمنځ د ۴۴۲ اربه روپو معاهده لاسلیک شوه.

ځيني انجنیران د دې ډېم د سرته رسېدو په اړه شکونه لري. انجنير ګوهر محمد خان مشال راډيو ته وويل چې ديامر باشا ډېم په راتلونکې شلو کلونو کې هم نيشي جوړيدي.

ده زياته کړه: ((د دې ډېم ډراينګ (رسم) ناسم دي. د دې پروژې سره کارکونکو باندي کله يو ډايزين جوړ کړي کله پري بل جوړوي. زما په فکر چې څه رنګه د پيښور چټک بس يا بې ار ټې پروژې د ډراينګ يا ډايزين معلوم نه وو همدغه شان د دې ډېم معلومات نشته. د دې منصوبې فنډونه هم په هوا کې دي.))

د دیامر باشا ډېم لګښت

د پاکستان د اوبو او برېښنا ادارې (واپډا) په ۲۰۱۸ کال کې ويلي وو چې د ديامر باشا ډيم جوړولو لپاره ۱۲ اربه ډالرو ته اړتيا ده. په دې کې ۵ اربه ډالره د ډېم ودانۍ او ۷ اربه ډالره د بجلي ګر (برېښنا کوټ) په جوړولو مصرفېږي.

د واپډا پخوانی مشر شکيل دراني وايي، د ډېم لپاره فنډ کې ستونزې نشته. ده زياته کړه: ((څه پېسې به له بهره راځي او باقي به حکومت له بجټ ورکوي. زما په فکر دا ګرانه خبره نه ده. دا دومره پېسې نه دي چې حکومت يې نه شي لنډولی.))

د حکومت له خوا ورکړل شوو معلوماتو ترمخه، په دې ډېم کې به بجلۍ جوړولو ۱۲ ټريبيونونه وي. هر ټربين به تر ۳۷۵ ميګا واټه بجلي (برېښنا) جوړوي. ديامر باشا ډېم په مجموعي توګه ۱۱۰ مربع کلوميټر رقبي جوړيږي. د دې ترڅنګ ۱۰۰ کلوميټره نورې رقبي به انفراسټرکچر يعني بنيادي ډانچه جوړيږي.

ديامر باشا ډېم په مجموعي توګه ۸.۱۰ ميليون ايکړ فټ د اوبو زخيره کولو ګنجايش لري. د پاکستاني رسنيوو ترمخه به د دې ډېم جوړولو له وجې ۳۰ کلي او ۲۲۰۰ کورنۍ چې ټوله شميره يې ۲۲۰۰۰ ده، متاثره کېږي. د ډېم له وجې به ۵۰۰ ايکړا زرعي ځمکه او ۱۰۰ کلوميټره علاقه تر اوبو لاندي شي.

د لویو ډېمونو نړيوال کمېشن ترمخه په پاکستان کې ۱۵۰ ډېمونه او د اوبو ذخيرې دي. په پاکستان کې زياتره ډېمونه او د اوبو ذخيرې له ۱۹۶۰ کال واخلې تر ۱۹۷۵ کال پوري جوړي شوي دي. په هېواد کې لومړي ډېم منګله ډېم او دوېم تربيله ډېم وو. تربيله ډېم د اټلې يوی کمپنۍ Salini Impregilo جوړ کړی وو. په ملک کې اخري وار خانپور ډېم په ۱۹۸۳ کال کې جوړ شوي وو.

XS
SM
MD
LG