د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روس پولیسو د تاوتریخوالي په تور لسګونه کسان نیولي


پولیس د خلکو د نيولو پرمهال
پولیس د خلکو د نيولو پرمهال

د روس پولیسو د جولای پر ۱۵مه مازیګرمهال تر ۱۰۰ زیات هغه کسان ونيول چې په مسکو کې یې په وروستیو کې د منظور شویو اییني بدلونونو پر ضد احتجاج کاوه.

په اساسي قانون کې بدلونونه، ولسمشر ولادیمیر پوتین ته دوه ځلې نور یعنې تر ۲۰۳۶ کاله، په واک کې د پاتې کېدو اجازه ورکوي.

د او وي ډي انفو په نوم یوې خپلواکه سیاسي څارډلې ویلي دي چې پولیسو لږ تر لږه ۱۴۷ مظاهره کوونکي ونیول چې پکې یې ځینې وروسته خوشې کړي. د مشال راډیو د روسۍ څانګې د کرنټ ټایم ټېلېوېژن خبریال وايي، له مظاهره کوونکو څخه ځینې پولیسو پر پاخه سړک کش کول او یو کس یې له ویښتو نیولی وو او د پولیسو ګاډي ته یې وخېژاوه.

سلګونه کسان پر باران سربېره د پلازمېنې مسکو پوشکېن څلورلارې ته وروتلي ول او نعرې یې وهلې چې پوتین دې استعفا ورکړي او پوتین غل دی. دوی د جون له ۲۵مې څخه د جولای تر لومړۍ پورې د شوې هغې ملي ټولپوښتنې پر ضد رسماً د یوه درخواست لاسلیکولو ته ورغلي ول چې پکې خلکو په اساسي قانون کې د بدلونونو منظوري ورکړه. البته ټولپوښتنه لازم الاجرا نه ده. له بدلونونو څخه یې یو پوتین ته دوه ځلې نور د ولسمشریزو انتخاباتو د نوماندۍ اجازه ورکوي.

له روسي ایین سره سم، یو کس دوه ځلې پرلپسې ولسمشر کېدای شي. د پوتین د ولسمشرۍ اوسنی دویم دور په ۲۰۲۴ز کال کې پای ته رسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG