د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت "هره ورځ ۱۴.۲ اربه روپۍ قرض اخیستی"


وزیراعظم عمران خان او د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه
وزیراعظم عمران خان او د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه

د پاکستان سټېټ بېنک ترمخه د روان ۲۰۲۰ کال د مې مياشتې پورې وفاقي حکومت ۳۴.۵ ټريلينه روپۍ قرض اخیستی دی.

د جولای په ۱۴مه خپرو شوو دې شمېرو ترمخه حکومت هره ورځ په اوسط ډول ۱۴.۲اربه روپۍ پور اخلي. د پاکستان تحريک انصاف اوسنی حکومت د ۲۰۱۸ کال په ټاکنو کې تر بريا وروسته د هېواد چارې د مسلم لېګ (ن)‌ له حکومت واخیستې. د سټېټ بېنک ترمخې د دوو کلونو د حکومت پر مهال، د تحريک انصاف حکومت لس اعشاريه دوه ټريلينه پور اخیستی دی چې د تېرو حکومتونو په نسبت ډېر دی.

د تحريک انصاف حکومت د قرضونو ټول پخواني ريکارډونه مات کړل خو خلکو ته یې روزګار ور نه کړ. يوازې ولږه یې ورکړې
خرم دستګیر

له همدې وجې د مسلم لېګ (ن)‌ يو مشر خرم دستګير د جولای په ۱۴مه په اسمبلۍ کې پر حکومت نيوکې وکړي او وې ويل: ((دا د نالايقۍ او مافياتوب کوم ړوند کوهی دی چې لس اعشاريه دوه ټريلينه روپۍ پکې وغورځېدلې؟ اوس بايد په دې معامله کې د تحريک انصاف حکومت خوله بنده شي چې موږ ته یې ويل چې ډېر قرضونه مو اخیستي. په دې حکومت کې د خلکو لپاره يوازې ولږه ده. روزګار نشته.))

په حکومت کې تر راتګ مخکې،‌ د تحريک انصاف سیاستوالو او پخپله عمران خان د قرضونو اخیستو خلاف سختو تقریرونه کول. په دوی کې د اوسني مواصلاتو وزیر مراد سعيد د ۲۰۱۸ کال د مې په شپاړسمه کې هغه خبرې ډېرې مشهورې شوې چې ده پکې د يوې جلسې پر مهال دعوه وکړه چې که عمران خان وزیراعظم شو نو په لومړۍ هفته کې به قرضونه خلاص کړي. د ده د خولې الفاظ وو چې سل اربهبه د بهرنيانو پر مخ وولي.

خو وزیراعظم عمران خان له بهرنيوو ادارو نور قرضونه واخیستل. د پاکستان سټېټ بېنک د ویب سایټ ترمخه د حکومت له خوا په اخیستل شو قرضونو کې داخلي هم شامل دي خو ډېره برخه له ځينو ملکونو او نړيوالو بینکونو ده. پر ويب سایټ د چين، سعودي عرب، متحده عرب اماراتو، ایشيا پرمختيايي‌بينک، نړيوال مالي صندوق او نړيوال بېنک ذکر شوی خو د پور مقدار یې نه دی واضحه شوی.

د مسلم لېګ (ن) په شان يو بل اپوزیشن ګوند، پيپلز پارټۍ شريک مشر، بلاول بوټو زرداري د جولای په ۱۳مه په يوه خبري کنفرنس کې د تحريک انصاف حکومت اقتصادي پاليسيانې ويجاوړوونکي وګڼلي. هغه حکومت ناکامه وباله او د استعفا غوښتنه یې وکړه.

خو وزیراعظم عمران خان د جولای په ۱۵مه د ديامير باشا ډيم د کار د پرانیستې په موقع وويل که تېرو حکومتونو د پاکستان اقتصاد نه وای خراب کړی اوس به شاته نه وو پاتې.

د تېرو حکومتونو د خرابو اقتصادي پالیسيوو له وجې د پاکستان حالت خراب دی. له مونږه وروسته پاتې ملکونه له موږ مخکې شول
عمران خان

هغه زیاته کړه: ((په ۹۰مو کلونو کې چې کومې غلطې پرېکړې وشوې. مثلا د بجلۍ جوړولو لپاره له بهره تيل راغوښتل يا داسې نور کارونه. دا سمې نه وې. برامدات کم او درامدات ډېر وو. موږ ډېر شيان اخیستل. له دې کبله زموږ له ملکه بهر ته ډالر ډېر تلل او دننه کم راتلل. دې زموږ د پېسو ارزښت ختم کړ. کله چېد روپۍ قيمت ولويږي نو خساره زیاتېږي. موږ وروسته پاتې شو او له موږ شاته هېوادونه مخکې لاړل.))

د مارچ په مياشت کې د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنيوي لپاره د نورې نړۍ په څېر د پاکستان حکومت هم ځيني کاروبارونه تړل شروع کړل او اړو خلکو سره یې د مرستې لپاره د ۱۴۴ اربه روپيوو د ويشلو اعلان وکړ. د جون په مياشت کې حکومت په خپل کلني بجټ کې د کورونا وایرس سره د مبارزې په ترڅ کې د روغتيايي خدمتونو لپاره اويا اربه روپۍ بېلې کړي او د حکومتي لګښتونو د کمولو په ترڅ‌کې یې د سرکاري ملازمينو د تنخا نه زیاتولو د پرېکړې تر څنګ یې نوي ټيکسونه ونه لګول.

خو د تحريک انصاف حکومت پر مهال په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې د بورې، اوړو او تېلو بحرانونه رامنځته شول چې له وجې یې په ګڼو ښارونو کې خلکو مظاهرې او پر حکومت نيوکې وکړي.‌

د پاکستان امدن او برامدات کم دي. پېسې يې د ډالر په وړاندې کم ارزښته دي نو ځکه یې اقتصاد خراب دی. مجبوره دی چې پور واخلي
د اقتصادي چارو پوه، انور شاه

پاکستاني چارواکو بيا بيا يادونه کړي چې د روانو اقتصادي ستونزو لویې وجې د کورونا وایرس له کبله د کارخانو بندیدل، د بجلۍ بحران او د ډالر په وړاندې د روپۍ ارزښت کمېدل دي. د پاکستان سټېټ بېنک ترمخه د جولای په پينځلسمه يو ډالر په ۱۶۶.۶ روپۍ وو.

په اسلام ا باد کې د اقتصادي چارو څيړونکي انور شاه په نظر به ژر په اقتصادي توګه دومره تکيه نه شي چې بهرني پور ته یې اړتيا نه وي. هغه د جولای په ۱۵مه ‌مشال راډيو ته وويل د پاکستان امدن کم دی نو ځکه د ملک چلولو لپاره قرض اخیستو ته مجبوره دی. ((د هر ملک چې برامدات او امدن کم وي لکه د پاکستان چې دي نو په قرض اخیستو مجبوريږي. کله چې قرض واخیستل شي نو دا په عامو خلکو سخت تاثیر کوي. په بازار کې په شيانو ټيکسونه راځي‌او د هغوی نرخونه ورسره زیاتېږي. همدا وجه ده چې د دې هرڅه زور له عامو خلکو ووځي.))

د پاکستان سټېټ بينک په داسې مهال د قرضونو زیاتېدو راپور ورکړی چې وزیراعظم عمران خان څو ځل له نړيوالې ټولنې د مرستو غوښتنه کړي. هغه په خپلو بېلابېلو ويناوو کې ويلي‌چې د کورونا وایرس له کبله له سختو اقتصادي ستونزو سر مخ دي او که نړيوال ورسره مرسته ونه کړي حالت یې نور هم خرابېدلی شي.

د تنخاګانو نه زیاتېدو ضد د سرکاري کارکوونکو احتجاج
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:46 0:00

XS
SM
MD
LG