د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تنخاګانو نه زیاتېدو ضد د سرکاري کارکوونکو احتجاج


د تنخاګانو نه زیاتېدو ضد د سرکاري کارکوونکو احتجاج
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:46 0:00

د جون پر ۱۵مه په پېښور کې د پاکستان د محررانو یا مامورانو ټولنې (ال پاکستان کلرکس اسوسيېشن) غړو او نورو حکومتي کارکوونکو په وفاقي بجټ کې د تنخاګانو نه زیاتېدو ضد لاریون او مظاهره وکړه. دوی احتجاجاً د جون تر پایه د وفاقي ادارو په دفترونو کې د کار نه کولو اعلان وکړ او له حکومته یې د تنخاګانو لوړولو غوښتنه وکړه. وفاقي حکومت د دوی د غوښتنې او څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي. خو وزیراعظم عمران خان د سرکاري کارکوونکو تنخاګانو نه زیاتولو اقدام په اړه ویلي چې حکومتي لګښتونه کمول غواړي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG