د ارمنیا او ازربایجانیو ځواکونو ترمنځ په نښتو کې د دواړو خواوو ۱۱ سرتېري وژل شوي دي.
د جولای پر ۱۴مه، د سرحدي نښتو پر درېیمه ورځ د ازربایجان د یوه جنرال په ګډون اووه پوځیان وژل شوي.
په وژلیو کې د ارمنیا څلور سرتېري شامل دي.
هلته پر نړیوال کچ له یرېوان او باکو څخه د تاوتریخوالي درولو غوښتنې شوې دي.
په جګړه کې دواړو خواوو توپونه کارول شوي دي.
د جنوبي قفقاز دې ګاونډیو تر دې مخکې په ۱۹۹۰ز لسیزه کې هم له ازربایجانه د بېلې کړې ناګورنو قره باغ سیمې لانجې پر سر خونړۍ نښتې کړې دي.
خو د نښتو اوسنۍ سیمه له ناګورنو قره باغه خورا لیرې ده او دواړو خواوو پر یو بل د تاوتریخوالي د پیل تورونه پورې کړې دي.
تازه نښتې د جولای پر ۱۲مه پیل شوې چې پکې د دواړو خواوو لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي.