د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او روس بهرنیو چارو وزیران پر افغان سوله غږيدلي


د عکس ښي لور ته پومپیو او چپ لور ته لاروف
د عکس ښي لور ته پومپیو او چپ لور ته لاروف

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د جولای پر ۱۳مه له خپل روسي سیال سرګې لاروف سره د افغانستان پر حالاتو غږېدلی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په خپاره کړي بیان کې د دغو خبرو په اړه نور تفصیل نه دي ورکړي خو نوموړی وروسته له هغې له لاروف سره خبرې کوي چې په افغانستان کې طالبانو ته د روس پوځي استخباراتو له خوا د امریکایي سرتېرو د وژلو لپاره د انعام ورکولو پرسر په دې وروستیو اوونیو کې په امریکا کې بحثونه ډېر تاوده شوي دي.

د ټرمپ ادارې په دې اړه راپورونه کم اهمیته بللي او ویلي یې دي چې امریکایي استخباراتي ادارو دا نه دي تایید کړي چې روسیې دې ګنې طالبانو د امریکایي سرتېرو د وژلو په خاطر پیسې ورکړې وي.

روسیې هم دغه ادعاوې رد کړې دي.

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران داسې مهال د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي چې په دې هېواد کې په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا حملو بیا زور اخیستی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG