د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انګور اډې محمد رحمان وايي، پولیس یې غږ نه اوري


د جنوبي وزیرستان د انګور اډې محمد رحمان وايي، پولیسو د هغه د کور نړونکو پرضد ایف ای ارج درجولو پر ځای د کورنۍ درې غړي یې نیولي دي.

نوموړي د جولای پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې په نیول شویو کې یې یو ورور او دوه تربوران دي.

دا له هغه وروسته ده چې د جنوبي وزیرستان په انګور اډه سیمه کې د ځليخېل وزیر قبایلو لښکر د جولای پر اتمه د محمد رحمان درې کورونه ړنګ کړي وو.

محمد رحمان مشال راډیو ته وویل چې دغه کورونه او مځکه يې د پلار نیکه قبضه ده خو د هغه په وینا، لښکر ترې د یو حکومتي ټرمینل لپاره اخېستل غوښت او دی منلو ته تیار نه وو.

خو د قبیلې مشران وايي محمد رحمان ورسره اول تړون کړی وو خو اوس یې نه مني.

پولیس د کسانو نیول تاییدوي او وايي چې دا یې له قانون سره سم نیولي دي.

د پولیسو مشر شوکت علي د جولای پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، انتظامي چارواکي ورته لیکلي ول چې رحمان ونیسي ځکه چې د قانون سرغړونه یې کړې ده.

د جنوبي وزیرستان انتظامي مشر حمید الله خټک مشال راډیو ته وویل، حکومت له ټول قامه ځمکه اخیستې چې په انګور اډه کې د مال وړونکو ګاډو لپاره اډه جوړه کړي.

دی وايي، د سیمې اوسېدونکو په ګډه پرېکړه کړې وه او په حکومت یې ځمکه خرڅه کړې وه چې رحمان ورڅخه سرغړونه وکړه او جرګې یې کورونه ورړنګ کړل.

خټک زیاتوي چې رحمان دې له قامي جرګې سره خپله مسله حل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG