د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس او چین شام ته د بشري مرستو رسولو قرارداد مخه ونیوله


د شام له راس العین ښار سره یوه ښځه ولاړ ده. په اکتوبر کې ترکیو الوتکو په سیمه بمباري وکړه. (ارشیف)
د شام له راس العین ښار سره یوه ښځه ولاړ ده. په اکتوبر کې ترکیو الوتکو په سیمه بمباري وکړه. (ارشیف)

د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل کې د جولای پر۱۰مه شام ته د بشري مرستو د رسولو په اړه قرارداد منظور نه شو.

د جولای پر ۱۰مه دغه قرارداد ویټو کړ.

دا دویم ځل و چې بیجنګ او ماسکو د ترکیې په دوه لارو شام ته د مرستو رسولو په اړه قرارداد ویټو کولو سره درولو.

د سلامتي کونسل ۱۵ غړیو په هیوادونو کې ۱۳ هغو یې د جرمني او بلجیم لخوا تیارې شوې مسودې په حمایت کې رایې ورکړې خو چین او روس یې په مخالفت کې ووټ ورکړ.

د دې په مقابل کې د ماسکو لخوا تیاره شوی مسوده وه چې دریو هیوادونو یې په ملاتړ کې رایې ورکړې.

په مسوده کې د مرستو لپاره لاره یوې ته راکمه شوې وه.

ملګرو ملتونو او یوې بلې غیر حکومتي ادارې اکسفیم ویلي، د مرستو په نه رسېدو سره به د شام په میلینونو کورنۍ متاثره شي.

XS
SM
MD
LG