افغان چارواکو د جولای پر ۱۰مه وویل چې د هغه هیواد د ولسي جرګې۲۰ غړي پر کورونا وایرس اخته شوي دي.
د دغې جرګې غړې نیلوفر جلالي کوفي د جولايي پر لسمه مشال راډیو ته وویل، له تېرو ۱۸ ورځو راهیسې 'کوویډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوې او لاهم نښې نښانې لري.
د جرګې بله غړې شینکۍ کړوخیل بیا وايي چې اکثره وکیلان د کورونا وایرس له ویرې مجلس ته نه حاضري.
د ولسي جرګې لومړی مرستیال میرزا محمد کټوازی وايي چې د جرګې له ۱۵ تر شلو پوري غړي په کورونا وایرس اخته دي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې تر راتلونکو څو ورځو پورې حکومت د باور رایې اخیستلو لپاره نوماند وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړي خو د وکیلانو د ناروغۍ او غیر حاضرۍ له وجې یې نصاب یا کورم نه پوره کېږي.