د لاسرسي ځای

تازه خبر

تهران کې د چاودنې غږ اورېدل شوی، خو چارواکي یې ردوي


د جولای پر ۱۰مه، د تهران په لویدیځ کې د چاودنې غږ اورېدل شوی خو ایراني چارواکي یې ردوي.

دولتي ټېلېوېژن (ایرېب) او نیمه دولتي مهر خبري اژانس د ټولنیزو شبکو په حواله د چاودنې خبر ورکړی وو.

ایرېب ویلي چې تهران ته نېږدې په وړوکي ښار قدس کې تر چاودنې وروسته برېښنا بنده شوه.

خو ټېلېوېژن په دې اړه نور هېڅ معلومات ورنکړل.

د قدس ولسوالې لیلا واثقي د چاودنې په اړه خبرونه "ګونګوسې" وبللې او وايي، امنیتي چارواکو چاودنه نه ده تایید کړې.

نوموړې ومنله چې په سیمه کې بجلي قطع شوه خو زیاتوي چې تر پېنځو دقیقو وروسته برېښنا بحال شوه.

تر دې شاوخو ۱۰ ورځې مخکې د تهران په سینا اطهر روغتون کې په چاودنه کې شاوخوا ۲۰ کسان وژل شوي ول او تر هغې وروسته د نطنز په اټومي تاسیسیاتو کې هم چاودنه شوې وه خو ایرانیو چارواکو یې په اړه تفصیل نه وو ورکړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG