د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د اېډز ناروغي زیاته شوې


پاکستان کې د اېډز ناروغانو شمېر له تېرو لسو کلونو راهیسې ورځ تر بلې زیاتېږي.(ارشیف)
پاکستان کې د اېډز ناروغانو شمېر له تېرو لسو کلونو راهیسې ورځ تر بلې زیاتېږي.(ارشیف)

پراګ- په پاکستان کې د اېډز ناروغۍ مخنیوی اداره وايي، په دې هېواد کې د ایچ ای وي او ايډز ناروغانو په شمېر کې د تېر کال په نسبت زیاتوالی راغلی دی.

د دې ادارې مشر ډاکټر بصیر د جولای پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې په پاکستان کې د اېچ ای وي/ اېډز ناروغانو شمېر له تېرو لسو کلونو راهیسې ورځ تر بلې زیاتېږي.

نوموړی وايي، دا مهال په پاکستان کې د یو لک اتیا زرو تر پنځه اتیا زرو پورې د اېچ ايي وي /اېډز ناروغان دي.

د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې له مخې، تېر کال د اېچ ای وي اېډز ناروغانو شمېره په دې هېواد کې یو لک پنځه شپیته زره وه.

د ملګرو ملتونو د اېډز مخنیوې ادارې هم د جولای پر شپږمه په خپل یو راپور کې ویلي چې په پاکستان کې د اېچ ايي وي د ناروغانو او د اېډز له وجې په مرګونو کې زیاتوالی راغلی دی.

دې ادارې په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې د اېډز ناروغۍ د مخنیوی لپاره د سیاسي ژمنو، د قوانینو او پالیسیانو کمی او په ټولنه کې اېډز یوه بدنامي ګڼلو په خبره کې زیاتوالې هغه وجوهات دي چې له وجې یې دا ناروغي زیاته شوې ده.

د خیبر پښتونخوا د اېډز مخنیوی ادارې پخوانی مشر ډاکټر سعید بیا وايي چې په دې صوبه کې د اېچ ای وي ناروغان زیات په پیښور، مردان، دیر، سوات او قبایلي سیمو کې دي.

نوموړی زیاتوي، په ټولنه کې د اېچ ای وي او اېډز په اړه د پوهاوې د کمي له وجې هم دا ناروغي زیاته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د اېډز مخنیوی ادارې په راپور کې دا هم ویل شوې چې د اېچ ای وي په نوو ناروغانو کې په څلورو کې له یوې برخې زیات ځوانان دي.

د راپور ترمخه، په نړی کې د اېچ ای وي شاخوا ۱۷ لکه نوي کیسونه رپوټ شوي دي چې د اېډز مخنیوي ادارو له هدفه درې چنده زیات دي.

په پېښور کې پر روغتیايي چارو نظر لرونکی او خبریال عمر فاروق وايي چې په پاکستان کې اکثره خلک اېډز یو بدنامي ګڼي نو له دې کبله خپل ټیسټونه یا درملنه بر وخت نه کوي.

نوموړی زیاتوي، اېډز یوازې د غیر اخلاقي کارونو نه نا بلکې د حجامت پر وخت د پاکو الاتو نه کارولو، استعمال شوي سیرنج او د اېچ ای وي جراثیم لرونکي وینې څخه هم لګیدای شي.

د پاکستاني رسنیو له مخې، د سیند صوبې په رتوډیرو کې د تېرکال په جون میاشت کېلږ تر لږه ۷۹۸د اېچ ای وي کیسونه مخې ته راغلي وو چې له ۶۵۰ زیات ماشومان ول.

د سیمې پولیسو مشر مسعود بنګښ مشال راډیو ته ویلي ول چې په رتوډیرو کې د اېچ ای وي د زیات کیسونومخې ته د راتللو یوه وجه د ډاکټر لخوا یو سیرنج یا پیچکاري ګڼو ماشومانو ته لګول وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG