د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ځانګړو استازيو په حيث د داودزي او صادق ټاکنې به څه لاس ته راوړنې ولري؟


محمد صادق (ښي لور ته) او محمد عمر داودزی (کيڼ لور ته)
محمد صادق (ښي لور ته) او محمد عمر داودزی (کيڼ لور ته)

پراګ - افغان حکومت (د ۲۰۲۰م کال) د جولای پر شپږمه محمد عمر داودزی د پاکستان لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی وټاکه. له دې وړاندې د پاکستان حکومت د جون پر شپږمه محمد صادق د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی ټاکلی و.

د دغو دواړو پخوانيو سفارتکارانو او چارواکو ټاکنه پر داسې وخت شوې چې يو خوا د افغان سولې په اړه بين الافغاني مذاکراتو ته تمه پيدا شوې او بلخوا د دواړو هېوادونو تر منځ له څه مودې راهيسې اړيکې زياتې جنجالي شوي دي. افغان حکومت ادعا کوي چې پاکستان پر خپله خاوره طالبانو او نورو وسله والو ډلو ته پټڼځايونه ورکړي چې هغوی په افغانستان کې بريدونه ترسره کوي. دوی دا هم وايي چې پاکستان پر افغان طالبانو د اوربند او سولې لپاره خپل بشپړ نفوذ نه کاروي.

بلخوا پاکستان د وسله والو ډلو له ملاتړه انکار کوي او تور پورې کوي چې افغانستان پر خپله خاوره پاکستانيو طالبانو ته ځای ورکړی دی. دوی دا هم وايي چې پاکستان پر افغان طالبانو بشپړ نفوذ نه لري خو په افغان سوله کې هر ډول مرستې ته چمتو دی.

دا چې په داسې حالاتو کې د ځانګړو استازيو په حيث د داودزي او صادق ټاکنې څه پيغام لري؟ په کابل پوهنتون کې د سياسي علومو ښوونکی ودير ساپی وايي چې د دوی د ټاکنو لوی لامل د افغان سولې پروسه ګړندۍ کول دی.

نوموړی زياتوي چې بين الافغاني مذاکرات د يو تفاهم له لارې پرمخ تلی شي او دا تفاهم بايد د افغان حکومت او طالبانو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ رامنځ ته شي. ساپی وايي فکر نه کوي چې طالبان دې د افغان حکومت او افغان حکومت دې د طالبانو هر څه ومني نو د دې لپاره تفاهم ته اړتيا ليدل کېږي.

د اوسنيو ځانګړو استازيو کار به يوازې افغانستان ته د سولې راوستل وي
اياز وزير


د افغان سولې په اړه د امريکا او طالبانو تر منځ هوکړه د روان کال (۲۰۲۰م) د فبروري پر ۲۹مه په قطر کې لاسليک شوه. د دې هوکړې له مخې په ۱۰ ورځو کې دننه بايد د افغان حکومت لخوا د ۵۰۰۰ طالبانو او د مقابل لوري لخوا د ۱۰۰۰ افغان عسکرو او مامورينو له خوشي کولو وروسته د سولې بين الافغاني خبرې پيل شوي وای. که څه هم د بنديانو د تبادلې دا پروسه وځنډېدل خو اوس په وروستيو مراحلو کې ده او بين الافغاني مذاکراتو ته هيلې پيدا شوي دي.

د پاکستان پخوانی سفارتکار او د سيمه ييزو چارو شنونکی اياز وزير وايي چې د سفيرانو په موجودګي کې د ځانګړو استازيو ټاکل غوره اقدام دی. هغه زياتوي چې افغانستان او پاکستان بايد دا ټاکنې پخوا لا کړي وای ځکه د دې استازيو کار يوازې پر افغانستان متمرکز دی.

اياز وزير زياتوي چې سفيرانو ته د سياسي اړيکو تر څنګ نور ډېر څه ورتر غاړي وي لکه اقتصاد، تجارت، ويزې او داسې نورې معاملې خو د هغه په وينا د اوسنيو ځانګړو استازيو کار به يوازې افغانستان ته د سولې راوستل وي.

وروستۍ پرېکړې همېش حکومتونه کوي خو حکومتونه چې کله خپل استازي خبرو اترو لېږي نو هدف او حد ورته ټاکي
پروفېسر اعجاز خان


له پاکستان وړاندې امريکا، روس، چين او ايران هم پر سفيرانو سربېره د افغانستان لپاره خپل ځانګړي استازي لري. د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې پخوانی مشر پروفېسر اعجاز خان وايي چې د ځانګړو استازو ټاکنه په غېر عادي حالاتو کې کېږي. دا چې هغوی څومره واک او په پرېکړو کې خپلواکي لري؟ نوموړی زياتوي چې وروستۍ پرېکړې همېش حکومتونه کوي خو حکومتونه چې کله خپل استازي خبرو اترو لېږي نو لارښوونه ورته وکړي چې هدف يې بايد څه وي، تر کومه حده تلی شي، څه ورته منلی شي او په مقابل لوري بايد څه ومني. د پروفېسر اعجاز په وينا وروسته دا د استازي په صلاحيت پورې اړه لري چې هغه خپل لوري ته څومره ګټه راوړلی شي.

بلخوا اياز وزير وايي چې ځانګړي استازي د سفيرانو په پرتله د واک سرچينې ته نيږدې وي نو غږ يې ژر اورېدل کېږي. د هغه په وينا ځانګړی استازی خپل وړانديزونه يا د بل چا غوره مشورې خپل ولسمشر يا وزيراعظم ته رسولی شي خو سفير ته دا اسانه نه وي چې د واک تر سرچينې ځان ورسوي او خپله خبره ورته وکړي.

د پاکستان لپاره د افغانستان ځانګړی استازی محمد عمر داودزی له ۲۰۱۱م څخه بيا تر ۲۰۱۳م کال پورې په پاکستان کې د افغانستان سفير پاتې شوی دی. له دې وړاندې هغه د افغانستان د کورنيو چارو وزير، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر او په ايران کې هم د افغانستان سفير پاتې شوی دی.

بلخوا په خټه پښتون محمد صادق له ۲۰۰۸م څخه بيا تر ۲۰۱۴م کال پورې په کابل کې د پاکستان سفير پاتې شوی دی. له دې وړاندې نوموړي د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د وياند تر څنګ په امريکا، چين او بېلجيم کې هم د سفارتکار په حيث دنده تر سره کړې ده. که څه هم نوموړی په ۲۰۱۶م کال کې تقاعد شو خو اوس څلور کاله وروسته له نوې دندې سره راڅرګند شو.

ځانګړي استازي کولای شي چې د حکومتونو تر منځ غلط فهمۍ ليرې کړي او دواړه لوري د تفاهم او مثبت اړيکو پر لور بوځي
ودير ساپی


دا چې دوی دواړه به د افغانستان او پاکستان تر منځ شته جنجالونه تر کومه حده حل کړای شي او دوه اړخيزه اړيکې به تر کومه ځايه ورغوي؟ په کابل پوهنتون کې د سياسي علومو ښوونکی ودير ساپی وايي چې د دوی زيات تمرکز به د روغې جوړې تګلارې رامنځ ته کول او د بې باوريو ختمول وي.

د ساپي په وينا له داودزي او صادق څخه د دې تمه نه شي کېدای چې د افغانستان او پاکستان موضوع حل کړي خو د هغه په خبره دوی کولای شي چې د دواړو حکومتونو تر منځ اوسنۍ غلط فهمۍ ليرې کړي او دواړه لوري د تفاهم او مثبت اړيکو پر لور بوځي.

عمر داودزي او محمد صادق د خپلو سفارتونو پر مهال د کوربه هېواد له چارواکو سره تر ډېره حده ښې اړيکې ساتلي او پاللي وې خو دا چې په اوسنيو ماموريتونو کې دوی څه لاس ته راوړنې لرلای شي دا به وخت ثابته کړي.

XS
SM
MD
LG