د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار کې موټر بم برید درې پولیس وال وژلي،۲۰ تنه ژوبل


د افغانستان د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې یوې موټر بمې چاودنې نن سهار درې پولیسان وژلي او ۲۰ تنه نور یې ټپيان کړي دي.

په ژوبل کسانو کې د یادې ولسوالۍ د پولسو مشر او ولسي کسان هم شامل دي.

د کندهار د والي ویاند احمد باهر احمدي ویلي چې په دغه بمي چاودنه کې د شاه وليکوټ ولسوالۍ د پولیسو مرکز او نېږدې انتظامي دفتر ودانیو ته هم تاوانونه رسېدلي.

احمدي دا هم ویلي بریدګر خپل هدف ته تر رسېدو وړاندې وژل شوی دی.

د پېښې ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې خو په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې طالب جنګیالي فعاله دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG