د لاسرسي ځای

تازه خبر

د واده هالونو مالکان د کاروبار پیلولو اجازه غواړي


د هالونو مالکان وايي، د ټولبند له کبله ورته د لکونو روپو تاوان رسېدلی. (ارشیف)
د هالونو مالکان وايي، د ټولبند له کبله ورته د لکونو روپو تاوان رسېدلی. (ارشیف)

د نور پاکستان غوندې په خیبرپښتونخوا کې د ودونو هالونو مالکان هم وايي، د ټولبند له وجې ورته د لکونو روپو تاوان رسېدلی نو باید حکومت دې ورته بې له ځنډه د تالارونو (هالونو) پرانیستو اجازه ورکړي.

په پيښور کې د خیبرپېلیس ویډنګ هال مشر عاطف الله د جولای پر اوومه مشال رېډیو ته وویل چې حکومت د کورونا وایرس مخنیوي لپاره د حکومتي لارښونې (اېس او پییز) عملي کولو په ترڅ کې د نورو کاروبارونو پرانیستو اجازه ورکړي خو دوی ته یې تراوسه نه ورکوي.

''زموږ له وزیراعلا سره په دې اړه ملاقات شوی دی ،حکومت راته ویلي ول چې د جولايي پر ۱۰مه درته د هالونو پرانیستو په اړه وایو. موږ ته د میاشتې پر سر لس لس لاکه روپۍ تاوان رسیدلی دی. شاوخوا دوه نیم لاکه راباندي د یوې میاشتې د هال کرايي راغلې ده او مالکان رانه هغه غواړي.''

عاطف الله د هالونو نه پرانیستو پر ضد به احتجاج کې دا شاملېدو دا خبره له هغې وروسته وکړه چې د جولايي پر اوومه په پنجاب کې د ودونو د هالونو اتحادیې مشر محمد الیاس په لاهور کې خبري غونډې ته وویل، پر ۱۳مه جولايۍ د ګل پر ورځ به سړکونو ته راوځي او تر غوښتنو پوره کېدو پورې به احتجاجي ناسته کوي.

په پاکستان کې د کورونا وایرس کیسونو مخې ته د راتللو وروسته حکومت د مارچ له ۱۴مې په خیبر پښتونخوا کې د ودونو هالونو بندولو اعلان وکړ. وروسته بیا حکومت په ټولبند کې په مرحله واره توګه نرمي راوستو سره د شاپنګ مالونو او د نورو کاروبارونو د پرانیستو اعلان وکړ خو د کورونا وایرس مخنیوي لپاره د احتیاطي تدابیرو عملي کولو امر یې هم وکړ.

په مردان کې د الحمرا هال مشر سیاب خان بیا وايي چې د هالونو بندېدو له وجې د دوی ګڼ کارکونکي بې روزګاره شوي دي.

''له موږ سره دلته یوازې مردان کې شاوخوا ۵۰ کارکونکي وو چې پکې د ورځې په دیاړی کارکونکي مو دا مهال له کاره لیري کړي دي. دغسې د سټیج سینکارولو واله کسان هم بې روزګاره شول. د ودونو هالونه د مالونو او نورو ځایونو په مقابله کې داسې ځایونه دي چې پکې ایس او پییز په سمه توګه عملي کیدای شي.''

بلخوا په خیبرپښتونخوا کې د محنت و مزدوری وزیر شوکت یوسفزي مشال رېډیو ته وویل چې ممکنه ده، حکومت په راتلونکو یو څو ورځو کې د هالونو پرانیستو په اړه پرېکړه وکړي.

''د ودونو هالونو له مالکانو سره زموږ د ټاسک فورس وفد خبري کړي دي. وزیراعلا هم دوی ته ویلي دي چې موږ ته د هیڅ اعتراض نشته چې ستاسو کاروباونه خلاص شي خو هغه مهال په خیبر پښتونخوا کې د کورونا وایرس کیسونه مخ په زیاتیدو وو او تر ټولو نه زیاته ګڼه دلته په ودونو او هالونو کې جوړیږي نو موږ دوی ته وویل چې لږ راته صبر وکړی. د دوی په خبرو کار روان دی او کیدای شي ، یو هفته دوه کې څه پریکړه هم وشي. د خلکو ژوند بچ کول د حکومت زمه واري ده او که هر څه داسې پریښودل شول نو مشکلات هم جوړیدای شي. نو صرف دا وجه وه چې د هالونو پرانیستو لړ کې پریکړه د ځنډ ښکار وه.''

د جون پر ۱۷مه په پيښور پریس کلب کې د ودونو د هالونو اتحادیې مشر خالد ایوب خبري غونډي ته ویلي ول چې دا مهال په خیبرپښتونخوا کې شاوخوا ۶۰۰ د ودونو هالونه دي. پاکستاني رسنۍ د خالد ایوب په حواله لیکي چې د ټولبند له وجې د ودونو هالونو مالکانو ته د دوو نیمو اربو روپو تاوان رسیدلې دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG