د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: د پیپلز ګوند یو مخکښ ایت الله درانی له کورونا وایرسه ومړ


آیت الله درانی
آیت الله درانی

پاکستان پیپلز پارټي یو مرکزي مشر او پخوانی وفاقي وزیر ایت الله درانی په ۶۰ شپته کلنی بېګا ماښام د کوټې په یوه روغتون کې ومړ. نوموړی له تېرو څو ورځو راهیسې د کرونا وایرس له ناروغۍ بستر وو.

آیت الله درانی له کوټې ښار ۶۰ کلومیټره لیرې سوهېل لور ته د مستونګ ولسوالۍ د پړانګ اباد اوسېدونکی وو. هغه د نامتوعالم دین مولانا محمد ع مر زوی وواو د پیپلز ګوند فعاله غړی وو.


نوموړی په۲۰۰۸ز کال کې د مستونګ ـ قلات څخه د قامي اسمبلۍ پر چوکۍ د پیپلز ګوند پر ټکټ کامیابه شوی وو او د وزیراعظم سید یوسف رضاء ګیلاني په حکومت کې د صنعت او پیداوار وزیر مملکت وو.

د هغه پر مړینه سیاسي مشرانو خواشیني څرګنده کړې ده.

د پیپلزګوند مرکزي مشر بلاول بوټو په خپل یوه بیان کې ویلي دي چې آیت الله درانی د بلوچستان لپاره یو موثر ږغ وو او تل د بې نظیر بوټو د نظریې یو وفاداره سپاهي پاته شوی وو او د هر پوځي امر یې په مړانه سره مقابله کړې وه.

د پاکستان پخواني ولسمشر آصف علي زرداري هم د هغه مړینه و پیپلز ګوند او د بلوچستان صوبې لپاره لوی سیاسي زیان بللی دی.

XS
SM
MD
LG