د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان اسمبلۍ پخوانی غړی در محمد ناصر له کورونا وایرسه ومړ


د بلوچستان اسمبلۍ پخوانی غړی در محمد ناصر
د بلوچستان اسمبلۍ پخوانی غړی در محمد ناصر

د بلوچستان اسمبلۍ پخوانی غړی سردار در محمد ناصر د ۶۲ کلونو په عمر ومړ. نوموړی له تېرو دوو اونیو راهیسې د کورونا وایرس ناروغۍ له کبله د کراچۍ په یوه روغتون کي بستر وو.

سردار در محمد ناصر په ۲۰۱۳ ز کال د مسلم لیګ ن پر ټیکټ د بلوچستان اسمبلۍ غړی ټاکل شوی وو او د یوڅه وخت لپاره د هغه وخت د اعلا وزیر نواب ثناء الله زهري د صنعت و صنعتکارۍ لپاره خپل مشر ګومارلی وو. دی د مسلم لیګ ن د مرکزي نایب صدر سېنېټر سردار یعقوب ناصر وراره او په کرایم برانچ کې د پولیسو ډي ای جي وزیر خان ناصر د اکا زوی وو او په ۲۰۱۷ کال یې مسلم لیګ (ن ) ډله پرېښوه او په بلوچستان عوامي ګوند کې شامل شو.په کال ۲۰۱۸ کېد باپ پر ټکټ په ټاکنو کې ولاړ وو خو ناکامه شو. دی په صوبه کې د یاد ګوند مرستیال صدر وو.

سردار در محمد ناصر په ۱۹۵۸ ز کال د ټېکدار حاجي عطاء محمد په کور کې زوکړی وو.

دا د بلوچستان په پښتون میشته سیمه کې درېم پارلماني غړی دی چې له کورونا وایرسه مري. تر دې وړاندې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ یو مخکښ او پخوانی وزیر سردار مصطفی خان ترین او په صوبايي اسمبلۍ کې د جمعیت علمای اسلام ف پارلماني غړی فضل اغا هم له کورونا وایرسه مړه شول.

XS
SM
MD
LG