د لاسرسي ځای

تازه خبر

محسن داوړ ولې کورمې ته نه پرېښودل شو؟ 


د محسن داوړ یو پخوانی عکس
د محسن داوړ یو پخوانی عکس

پراګ – د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلع کورمې‌ د وکيلانو اتحاديه وايي چې دوي کورمې ته د قامي اسمبلۍ د غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ محسن داوړ پر ننوتو بنديز غندي او دا له قبايلي روایاتو سرغړونه بولي.

د وکيلانو د اتحاديې مشر محمود علي طوري ايډوکیټ د جولاي پر ۴مه مشال راډيو ته وویل چې محسن داوړ کورمې ته د دوو قبيلو تر منځ د مځکې پر سر د خونړۍ شخړې د هوارۍ لپاره تلو.

ده وویل ، “محسن داوړ صاحب د قامي اسمبلۍ غړی دی او ورسره ورسره د خيبر پښتونخوا د بار کونسل غړی او رجسټرډ وکيل دی ، هغه کورمې ته د دوو قبيلو تر منځ د امن په موخه راتلو ، دواړو فريقو سره د ملاويدو لپاره کورمې ته روان وو نو انتظاميې هغه پرون د چيري په چيک پوسته ايسار کړو او ورته ي وویل چې کورمې ته نه شې تللای.”

د محمود علي طوري ايډوکیټ په وینا ، دا ډيره د افسوس خبره ده چې هغه خلک څوک چې د ریاست پر ضد دي هغوي خو ښه په خلاص مټ کورمې ته تلای راتلای شي او د قامي اسمبلۍ یو غړی او یو وکيل چې د پاکستان ایین او قانون مني ، هغه نه شي راتلای.

د محمود علي طوري ايډوکیټ په وینا ، د حکومت دا ګام غير قانوني او غير اییني دی او د قبايلي روایاتو پرضد ګام دی.

دا په داسې حال کې ده چې له تيرې اوننۍ راهيسې د کورمې د دوو قبيلو تر منځ د مځکې پر سر دغه شخړه د جون په ۲۸مه پیل شوې وه او د جولايي په دريمه پاي ته ورسیده. په دې شخړه کې ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۴۰ زیات ژوبل شوی وو.

د دې قبيلو تر منځ د شخړې د هواري لپاره د ځايي انتظاميې تر څنګ قبایلي مشرانو هم هلې ځلې او جرګې کولې.

محسن داوړ مشال راډیو ته وویل چې کورمې ته د تګ موخه يې د دواړو قبيلو تر منځ امن راوستل وو.

ده وویل ، “موږ ځکه تللو چې خپلو پښتنو سره ووينو او له کومې وجې چې دا کشالې دي د هغې نه ځان خبر کړو او د دې مسلو د حل لپاره هلته تلو.”

ده وویل ، “ زه چې د سهار پر اته اتنيمې بجې چيري چيک پوست ته ورسیدم نو پولیسو ايسار کړم چې د اعلا چارواکو لخوا حکم دی چې کورمې ته نه شې تللای ، دې دوران د پولیسو ډي ايس پي ، ايډيشنل ډيپټي کمشنر او اسسټنټ کمشنر سره خبرې وشوې خو تر ماسپښین پورې دا سسله روانه وه زه په چيک پوسته ايسار ووم ټول ټريفک هم بند وو.”

د کورمې قبايلي ضلعې د پوليسو مشر محمد قريش د جولاي په ۴مه مشال راډيو ته وويل چې سیمې ته د ورتلو نه څو ساعته مخکې د قبيلو تر منځه ډز بندي شوې وه او په سیمه کې دفعه ۱۴۴مه نافذ کړل شوې وه نوځکه ي محسن داوړ نه پريښودو.

ده وویل ، “ موږ د پاراچنار ټل لویه لاره د هر ډول ټريفک لپاره ځکه تړلې وه چې سیمه کې د جګړې نه پس د صفايي کار روان وو ، ځکه چې دغو قبیلو د یو بل پرضد لویې وسلې کارولې وې او دا امکان وو چې ډير داسې چونکي توکي په سیمه کې پراته وو ، نو موږ څوک نه پريښودو چې کله سیمه صفا شي او دفعه ۱۴۴مه لرې کړل شي نو هر څوک کورمې ته ورتلای شي.”

محسن داوړ مشال راډیو ته وويل چې دا مهال د هغه تر څنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين ، علي وزير او يو شمیر نورو غړيو بلوچستان ته ، کراچۍ ته او د ملک نه په بهر تلو پابندي ده.

ده وویل چې کورمې ته د ورتلو نه د راګرځولو پر وخت ورته پولیس هیڅ حکومتي حکم نامه نه وه ښودلې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG