د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د کورونا ناروغانو شمېر ۲۲۵،۲۸۳ ته ورسېد

په کراچۍ کې روغتیايي کارکوونکی د کورونا وایرس معاینې لپاره د یو تن وینه اخلي.
په کراچۍ کې روغتیايي کارکوونکی د کورونا وایرس معاینې لپاره د یو تن وینه اخلي.

په پاکستان کې تر دې دمه ( د جولای څلورمې) په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۲۲۵،۲۸۳ ته رسېدلی دی.

بلخوا له دې وايرسه ۴،۶۱۹ کسان مړه شوي خو تر ۱۲۵،۰۰۰ زيات بېرته ورڅخه رغېدلي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت په يوشمېر سيمو کې نرم ټولبند عملي کړی دی.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې تر يو کروړ ۱۱ لکه ۹۸ زره زيات کسان په دې وايرس اخته شوي چې تر پنځه لکه ۲۹ زره زيات ورڅخه مړه شوي او تر ۶۳ لکه زيات بېرته رغېدلي هم دي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG