د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا او پکتیکا کې شپږ ماین ښخوونکي وژل شوي


شپږ ماين خښوونکي په پکتيا او پکتيکا کې ووژل شول
شپږ ماين خښوونکي په پکتيا او پکتيکا کې ووژل شول

افغان چارواکي وايي، د جولايي د درېیمې په شپه د پکتیا په احمد خېلو او د پکتیکا په خوشامند ولسوالۍ کې په ماین ښخوونکو پسې خپلو ماینونو چاودنې کړې چې شپږ پکې وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

په پکتیا کې د تندر قول اردو د رسنیو دفتر مشر جګړن ایمل خان مومند د جولایي پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې په دې کسانو پسې د ماین ښخولو پر مهال خپل ماینونه چاودلي دي.

نوموړي‌ وویل چې څلور ماین ښخوونکي د پکتیا د احمد خېلو ولسوالۍ د غونځي په سیمه کې او دوه د پکتیکا د خوشامند ولسوالۍ د لويې کلا په سیمه کې وژل شوي دي.

ایمل خان مومند وايي چې دې کسانو د لویو لارو په اوږدو کې ماینونه ښخول او د ده په وینا، چې د دا ډول ماینونو په چاودنو کې ډېری وخت ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

تر اوسه هېڅ یوې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG