اروپايي ټولنې پر روس غږ کړی چې پر اييني اصلاحاتو د ولسي رایو په پروسه کې د ګډوډۍ په اړه د راپورونو پلټنې وکړي.
په دغو غیر پابنده، ملي رایو سره ولسمشر ولادمیر پوتین لپاره دا امکان پیدا کېدای شي چې تر ۲۰۳۶ز کال پورې په واک کې پاتې شي.
د روس ولسمشر دفتر د جولای پر دوهمه په واضحه اکثریت سره د بریا هرکلی وکړ.
د رایو ۷۸ فیصده برخې په ایین کې تر ۲۰۰ زیاتو بدلونونو د پیکیج ملاتړ کړی چې کریملین، په ولسمشر ولادمیر پوتین د باور کامیاب ریفرینډم ګرځولې.
خو بیا په ځینو پولنګ مرکزونو کې د بدانتظامۍ په ګډون د فعالانو او خبریالانو ځورونې رپورټونو پس په ۲۷ هیوادونو مشتملې اروپايي اتحادیې د سمدستي پلټنو غږ کړې.