هند له چین سره د شته کشالې په منځ کې له روس سره د ۲.۴ بیلیونو ډالرو په ارښت د ۳۳ جنګي الوتکې اخېستو او ۵۹ نورو اوچتولو (جدیدولو) سودا کړې ده.
د هند دفاع وزارت د جولای پر دوهمه اعلان وکړ چې له روسه ۲۱ اېم ای جي MIG – ۲۹ الوتکې اخلي او وار له مخه شته ۵۹ جنګي الوتکو معیار لوړوي.
حکومت د ۱۲ روسي سو -۳۰ الوتکو د اخیستو منظوري هم ورکړی چې د هند ایروناټکس لمیټډ تر لاینسس لاندې به جوړېږي.
د دفاع وزارت په بیان کې وویل چې د الوتکواخیستل او جدید میزایلي نظام جوړول په هند کې جوړ کړۍ تر نوښت لاندې کېږي.
په بیان کې یې مقصد د ځواکونو قوي کول او د پولو ساتنه ښودل شوې.
دغه اعلان د هند وزیر اعظم نرېندر مودي او د روس د ولسمشر ولادمیر پوتین ترمنځ د ټېلېفوني خبرو اترو وروسته وشو.
ډیلی او مسکو د سړې جګړې مهال مهال ملګري ول او د هند ډېری وسله د روسي ساخت ده.
هند خپله پوځي پیاوړتیا په داسې حال کې لاپسې زیاتوي چې له چین سره په همالیه کې د یوې لانجمنې پولې په نښته کې یې ۲۰ سرتېري ووژل شول.