د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ایران کې د اور لګېدو له کبله ۱۹ کسان وژل شوي


په ایران کې د پېښې ځای
په ایران کې د پېښې ځای

د ايران سرښار تهران په یوه روغتیايي مرکز کې اورلګېدنې ۱۹ کسان وژلي او ۱۴ نور یې ټپیان کړي دي.

د ایران بیړنیو پېښو ادارې ویلي چې اورلګېدنه د جون پر ۳۰مه شپه شاوخوا نهه بجې د تهران په سینا اطهر روغتیايي مرکز کې رامنځ ته شوه.

چارواکو ویلي چې اور لګېدنې لامل د اکسیجن د درو ډبو چاودل و.

د راپورونو پر اساس په وژل شويو کې ۱۵ ښځې او څلور نارینه دي.

د پېښې ډېر زیان عملیات خونه کې ډاکترانو او ناروغانو ته رسېدلی. اور د اور وژونکو له خوا په دوو ساعتونو کې مړ شو او په همدې موده کې شاوخوا ۲۰ کسان د دغه روغتیايي مرکز له ودانۍ وژغورل شول.

XS
SM
MD
LG