د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا کې د دوو قبیلو ترمنځ جګړه کې ۷ کسان وژل شوي


د افغانستان په عمومي نقشه کې پکتیا ولایت

د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې یو ځل بیا د منګلو او خروټو قبیلو ترمنځ د ځمکې او غره په سر جګړه شوې چې له دواړو خواوو ۷ کسان پکې وژل شوي دي.

چارواکي وايي په سربدالي سیمه کې د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره‌ یې مداخله کړې ده.

د پکتیا سرپرست والي عبدالولي سهي د یادو قبیلو ترمنځ د نښتو پخلی کړی دی.

د منګلو او خروټو قبیلو ترمنځ پخوا تر دې هم جګړې شوي او په تېرو دوو کالونو کې په دې جګړو کې دواړو خواوو ته درانه تلفات اوښتي دي.

XS
SM
MD
LG