د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا وایرس علاج موندنې لپاره د ۷ اربه ډالرو ورکولو ژمنې


اروپايي اتحادیې د کورونا وايرس وبا په وړاندې مبارزې لپاره نړيوال مرستندویه کنفرانس کې د واکسینونو، ازموینو او درملنې لپاره شاوخوا ۷ اربه ډالرو ژمنې ترلاسه کړي دي.

د اروپايي کمېشن مشرې اورسولا ونډلېن د جون پر۲۷مه د نړیوالې غونډې کوربه توب وکړ. په دې غونډه کې د نړۍ مشرانو ترڅنګ موسيقي سره تړلې وتلي کسان ګډون وکړ.

د کمېشن يو وياند ويلي دي چې د جون ۲۷مې غونډې مخکې هم ورته د واکسينونو جوړولو او ليږلو لپاره لس اربه يورو ژمنې شوې وي. په انلاين غونډه کې د جرمنې چانسلرې او فرانس ولسمشر په ګډون سياستوالانو او پوهانو خبري وکړي.

د کورونا وایرس په اړه شمېرې خپرونکي امريکايي پوهنتون جان هاپکينز پر خپله ويبپاڼه ليکلي چې د جون تر اته ويشتمې پورې په توله نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر لس ميليونو ته رسېدلی دی. ۴۹۹۱۲۴ ترې مړه شوي خو پينځه ميلونه ترې رغېدلي دي. دا وایرس د ۲۰۱۹ کال په ديسمبر کې د چين په اوهان ښار کې راپېدا او وروسته د نړۍ ګڼو هېوادونو ته خپور شو. تر اوسه یې څه درملنه یا ويکسين نه دې موندل شوي.

بلخوا په امريکا کې د کورونا وایرس نوې کېسونه مخې ته راغلې دي. د امريکا په جنوبي او لويديځ رياستونو کې د کورونا وايرس د نوو کېسونو په ډيريدو سره د هغوی کاروبارونو بېرته خلاصولو ته زښت زيان رسولي. د ځينو ریاستونو ګورنرانو دا خبره منلې چې دوی ډير ژر ساحلونونه او بارونو خلاص کړي. په فلوريډا رياست کې د جون پر ۲۷مه د کورونا وايرس ۹۵۸۵ نوي کيسونه مخي ته راغلي چې ډيري يې ځوانان دي.

د فلوريډا چارواکو د کورونا وايرس نوي کيسونو مخنيوي لپاره نوی بنديزونه اعلان کړي او په ميامي کې چارواکو وويل چې ساحلونه به د جولايي په څلورمه رخصتۍ کې بند وي.

ټيکساس رياست هم د کاروبارونو بېرته خلاصولو سټراتيژي ته کتنه کړې. دلته د جون پر ۲۷مه د کورونا وايرس ۵۷۰۰ مثبتي پېښي ثبت شوي. دا په هغه رياست کې پنځمه ورځ ده چې د کورونا وايرس ۵۰۰۰ زيات نوي قضيي ثبت کېږي.

همداراز په برازيل کې د جون پر ۲۷مه د کورونا وايرس ۳۸۶۹۳ کيسونه ريکارډ شوي او ۱۱۰۹ کسان مړه شوي دي. د امريکا وروسته برازیل کې کورونا وايرس زيات خلک ځپلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG